اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی)د ازبکستان دوهم وزيراعظم او د س??لګ??ۍ او كلتوري ورثې وزير عزيز عبد الحكيموف وئيلي دي پاک۔ازبکستان نېغ په نېغه فضائي آپرېشن به ډېر زر پېل شي چې ورسره به دوه اړخيزه اقتصادي او س??لګ??يزې اړيكې وده ومومي۔ د ازبکستان دوهم وزيراعظم او د كلتوري ورثې او س??لګ??ۍ وزير اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل په اولني پړاؤ كښی به د ازبكستان سمرقند ښار څخه لاهور دوهم پړاؤ كښې د تاشقند او خیوا په شمول د ازبكستان نورو ښارونو څخه كراچۍ او اسلام آباد لپاره نېغ په نېغه پروازونه پېل شي۔ ده ووئيل دې سره به دوه اړخيزه تجارتي او د س??لګ??ۍ په كچه اړيكې سوا شي او د دواړو ??ېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په ازبكستان كښې كېدونكي ټورازم کنفرنس سره به نه يوازې پاكستان بلكې د ګردې نړۍ اسلامي هېوادونو سره د س??لګ??ۍ اړيكو كښې اضافه وشي۔ ده ووئيل په ازبكستان كښې د اسلامي سياحت زي??ت صلاحيت دې كوم څخه چې د اسلامي نړۍ س??لګ??ي استفاده كولې شي۔ ده ووئيل د حضرت امام بخاری په شمول د مسلمانانو اولياﺀ كرامو مزارونه په ازبكستان كښې ??ي د كومو زي??رت له چې هر كال د لكھونو په شمېر مسلمانان راځي۔ ده ووئيل د ازبكستان صدر شوكت مرزايوف د ويژن له مخې س??لګ??ي د ازبكستان په معيشت كښې زي??ت اهميت لري او دې پلو خاص پام ګرځولې شي۔ ده ووئيل د تېرې مياشتې تر 30 مې نېټې په تېرو 10 مياشتو كښې 3.6 ملين س??لګ??و د ازبكستان دوره وكړه او په راروانو دوه مياشتو كښې ددې شمېرې 50 لكه ته د رسېدو امكان دے۔ ده ووئيل ثمرقند د ازبکستان د س??لګ??ۍ مركز دے ٬ دلته د س??لګ??ۍ بلها موقعې دي۔ ده ووئيل دلته مونږ عصري آسانۍ او هر ډول انفراسټركچر وركوؤ چې ورسره به ځائي س??لګ??ي سوا شي۔ ده ووئيل ثمرقند د اسلامي كلتور او سائنس نړيوال مركز دې چرته چې عظيمو سائنسمدارو او د عمرانيات پوهانو او په نړيواله كچه نوموړو اسكالرو سترګې غړولې وي۔