اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د نومبر په اولنۍ او دويمه نېټه د ??ين دوره كوي٬ وزيراعظم ته د دې دورې بلنه د عوامي جمهوريه ??ين رياست كونسل وزيراعظم لي كيچيانګ وركړې ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د روان كال اپرېل مياشت كښې د وزارت عظمی منصب سنبالولو څخ?? وروستو دا د وزيراعظم شهباز شريف د ??ين اولنۍ دوره ده ٬ وزیر اعظم د تېرې ستمبر مياشتې په 16 مه نېټه په ازبكستان كښې د ??ين صدر شي جن پنګ سره هم ملاقات كړے وو۔ د ??ين د كميونسټ پارتۍ تاريخي 20 مې نېشنل كانګرېس غونډې څخ?? وروستو وزيراعظم د ??ين دوره كوؤنكو اولنيو لارښودو كښې شامل دے۔ وزيراعظم به د ??ين صدر شي جن پنګ سره ملاقات او وزيراعظم لي كيچيانګ سره د پلاويو په كچه خبرې كوي۔ د وزیر اعظم شهباز شریف د دورې په مهال به فريقېن د دوه اVخيزه ستراتيجيكي همكارۍ جاج اخلي او په سيمه ايز او نړيوال پېش رفت ??ه د خيالاتو څرګندونه كوي۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په دې دوره كښې د مفاهمت د يو شمېر لوظنامو لاس ليك كېدو امكان دے۔ بلخوا هيله ده چې په دې مهال په پراخا كچه د دوه اړخيزه مرستې ايجنډه مخ په وړاندې بوتلې شي او د سي پېك جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ د اكتوبر په 27 مه نېټه د شوې غونډې په تناظر كښې په سي پېك منصوبه د مرستې رفتار مستحكم كړے شي۔