نیو یارک ۔23ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف نړۍ پاكستان كښی د موسمياتي بدلون د لاسه د راغلي سېلاب تباهۍ نه خبرولو سره وئيلي دي په درېو كښې يوه برخه پاكستان په اوبو كښې ډوب شوے ٬ د نړيوال حدت زياتو ناوړه اثراتو پاكستان كښې ژوند ټول عمري له بدل كړے ، پاكستانے اولس د نړيوال حدت زيان پورته كوي ٬ د قامي سلامتيا تعريف اوس بدل شوے ٬ د قدرتي آفتونو مخنيوي له به نړيوالې ورورولۍ له يو كېدل وي او د سباؤن تګلاره وضعه كولو له به يو ځائې ناسته كول وي ګني جنګونو لپاره به كوم مېدان پاتې نه شي۔ هند د مظلومه كشمير اولس حق غضب كولو له مقبوضه جموں وكشمير د نړۍ تر ټولو لويه پوځي سيمه ګرځولې ده٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې تر حل كېدو به كشميري اولس سره ولاړ پاتې يوؤ٬ جنګ د مسئلې حل نه دے٬ شخړې د سوله ايزو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي٬ مونږ له به د خپلو وسائلو رخ اولس پلو كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو 77 مې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم د خپلې وېنا پېل د قرآڼ پاك د آيت نه وكړو۔ شهباز شريف په خپل خطاب كښې ووئيل نن زه د خپل هېواد پاكستان حالات ??يا??ولو له دلته ولاړ يم ولې زما زړه او دماغ دا مهال هم په خپل هېواد كښې دي٬ مونږ چې د كومو ستونزو نه تېرېږو هغه په ټكو كښې ??يا??ېدې نه شي۔ ده ووئيل تر 40 شپو يو تباهي خپرونكې سېلاب په مونږ مسلط پاتې شوے كوم چې د پېړيو پېړيو موسمياتي ريكارډ مات كړے ۔ ده ووئېل نن هم د هېواد يو لويه برخه په اوبو كښې ډوبه ده۔ د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 33 ملينه وګړي د روغتيا خطرو س??ه مخ دي په كومو كښې چی 6 لكه اميدوارې مېرمنې هم شاملې دي۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه 1500 ن?? زيات كسان په حق رسېدلې دي په كومو كښې چې د 400 ن?? زيات كوچنيان هم شامل دي۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه خلق ځاني زيان س??ه مخ شوي ،370 پلونه تباه شوي او 10 لكه ډنګر مړه شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب د لاسه د اولنو اندازو له مخې 13 زره كلوميټره ن?? زيات سړكونو ت?? زيان رسېدلے دے۔ څلور ملين اېكړه باندې ولاړ فصلونه له مينځه تللي٬ د لكھونو په شمېر خلق بې كوره شوي ۔ ده ووئيل د ماحولياتي آلودګۍ د لاسه پاكستان ځپلے كېږي٬ پاكستان كښې مو دا ډول آفت كله هم نه وو ليدلے۔ ده ووئيل مو??ږ دې نه وړاندې زياتېدونكي درجه حرات او اوس سېلاب س??ه مخ نه وؤ٬ حال دا دے چې په نړۍ كښې كوم كاربن فضا ته لېږلے شي په هغې كښې د پاكستان برخه د يو فيصد نه هم كمه ده۔ ده ووئېل مونږ چې كومو مسئلو س??ه مخ يو د هغې سبب مونږ نه يؤ۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې خلق دا وائي چې مونږ سره داسې ولې وشول؟۔ ده ووئيل حقيقت دا دے چې دا آفت زمو??ږ دلاسه نه دې راغلے ٬ زمونږ ګلېشیئرز په تندۍ سره ويلې كېږي٬ ځنګلونه سوزي او د ګرمۍ چپه د 53 ډګري سېنټي ګرېډ ن?? زياته شوې كومه چې د زمكې تر ټولو ګرمه سيمه جوړېږي۔ ده ووئيل مونږ تباهي كونكي پشكال س??ه مخ يؤ لكه څنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر پ?? زيات مناسب ډول ??يا?? كړے۔ ده ووئيل دا يوه خبر?? زياته ښكاره ده چې څه په پاكستان كښې رامخې ته شوي هغه به يواځې تر پاكستان محدود نه وي۔ ده ووئيل د خپل اولس لخوا په سخت وخت كښې د مرسته كوؤنكو مننه كوم۔ ده ووئيل زه د پاكستان په دوره كولو د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر هم مننه كوم۔ ده ووئيل مو??ږ د پرمختيائي فنډ برخه هم د رېسكيو او ريليف په چارو مصرف كوؤ۔ ده ووئيل تردې دمه سېلاب ځپليو ته 70 اربه روپۍ وركړې شوي دي