اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئيلي دي تېر وزيراعظم عمران خان چې زندان ته لاړ شي نو پوهه به شي٬د بې دركه كسانو په معامله د حكومتي هڅو څخه خلقو ته رېليف ترلاسه شوے۔د جمعې په ورځ په ??سلام آباد هائي كورټ كښې د خبريالانو سره په ??برو كښې رانا ثناﺀ الله ووئيل تر څو د دې كيس تعلق دے د دې څخه زيات د غمګين انسانيت خذ??ت چرته نشي كېدے۔ده ووئيل د خلقو خپل خپلوان بې دركه دي٬چيف جسټس چې په كوم ډول په ??ې معامله زور راوړے د دغې څخه خلقو ته وړاندې هم رېليف ترلاسه شوے او د حكومتي هڅو څخه هم خلقو ته رېليف ترلاسه شو۔ده ووئيل ځينې داسې حقيقتونه دي چې په ??وپن كورټ كښې بيانېدے نشې٬د مسئلې حل لپاره مرسته په هغه صورت كېدې شي كه چرې د اسلام آباد هائي كورټ چيف جسټس ان كيمره سماعت وكړي۔ ده ووئېل د عمران خان زندان ته د تللو خطرناك كېدو بيان په ??ړه د پوښتنې په ځواب كښې رانا ثناﺀ الله ووئيل دا يواځې خبرې دي كله چې زندان ته لاړ شي نو پوهه به شي۔ده ووئيل د زندان تللو موسم تېرېږي٬ په ??ولائي اګست كښې لېږل پكار وو