اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير ب??اول بهټو زرداري د المان خارجه وزيرې اينالينابيرباك سره د زيارت په ورځ په ټيليفون خبرې كړي. دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال خبرې كړې. د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي خارجه وزير د خبرو په مهال ووئيل پاكستان المان سر?? په دوه اړخيزه او د اروپائي اېتلاف په تناظر كښې خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او بايد په ټولو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركړې شي. خارجه وزير ووئيل پاكستان او المان قوي اقتصادي روابط لري او بايد د دې لا قوي كولو لپاره هڅې وكړې شي. ده د موسمياتي بدلون په اړ?? په دوه اړخيزه اړيكو كښې خوښې او د موسمياتي بدلون د مخ نيوي سائنسي ادارو د كار استعداد كښې زياتوالي له د پاكستان خوښي ياده كړه. خارجه وزير د جي اېس پي پلس په اړه د المان د پرله پسې ملاتړ ستائنه هم ??كړه. خارجه وزير ب??اول بهټو زرداري د افغا??ست??ن د صورتحال په تناظر كښې ووئيل پاكستان په انساني بنيادونو د انخلا سهولت وركوي. خارجه وزير د سنګينو انساني او معاشي بحرانونو په تناظر كښې د افغان اولس ژوند او د معاش تحفظ لپاره د نړيوالې ادارې لخوا د مرستې اضافې په ضرورت زور راوړو او افغا??ست??ن سره ئې د المان د انساني مرستې اعتراف وكړو. خارجه وزير د المان خارجه وزيرې ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم ??ركړه د كومې جې د المان خارجه وزيرې مننه وكړه او دغسې هغې هم خارجه وزير ب??اول بهټو زرداري ته د المان دورې بلنه وركړه. په دې مهال دواړو وزيرانو د ر??بطو په جاري ساتلو اتفاق هم ??كړو.