اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) وز??ر اعظم محمد شهباز شريف اولس ته وئيلي چې د پنجاب ضمني ټاكنو كښې د ووټ استعمال په وخت د عمران نيازي حكومت د تيرو څلورو كلونو د يو تور دور په اړه ضرور سوچ وكړئ،پاكستان د پي ټي آئي په دور كښې د خپل منزل څخه ډي?? لري شوې دې،د دې څرګندونه به اوس تاسو له د ووت د لارې كول وي۔د اتوار په ورځ خپل يو ټويټ كښې وز??ر اعظم محمد شهباز شريف ووئيل پنجاب د تيرو څلور كلونو په مهال د خراب ګورننس سره مخ ؤ،د اولس ووت زمونږ اصل طاقت دې، هغوي دې د ??ې طاقت د لارې انتشار، كركه او د تقسيم سي??ست مسترد كړي۔وز??ر اعظم ووئيل يو تن د خپلي انا،اندازِ سي??ست او نااهلۍ په وجه زمونږ ټولنې ته زيان رسولې دې،خپل ووټ قومي پرمختګ او د خپلو بچو د روښانه سباؤن لپاره استعمال كړئ،زه ستاسو په قوتِ انتخاب بشپړه باو?? لرم۔ده ووئيل پنجاب كښې د تيرو څلورو كلونو په مهال خراب ګورننس ؤ، وګړي د ويړيا داروګانو او زدكونكي د وظيفو څخه محروم كړې شوي۔ وز??ر اعظم ووئيل تير دور كښې سركاري چوكۍ او ت??اد??ې په روپو كيدې۔ده ووئيل تير دور كښې د پنجاب چې كوم حالت ؤ هغه د صوبې د وګړو د سپكاوي څخه كم نه ؤ۔