اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د دفاع وزوير خواجه محمد آصف وئېلي دي پاكستان د كشميري اولس منصفانه هڅو لپاره د ايران د ستر لارښود آيت الله خامنه اي د بشپړ او غېر متزلزل ملاتړ مننه ك??ي۔??ه دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان كښې د ايران سفير سيد محمد علي حسيني سره د ملاقات په مهال وكړې۔د دفاع وزارت وياند له مخې د ملاقات په مهال د دفاع وزير د ايران او پاكستان ترمينځه د دوستۍ او ورورولۍ د اړيكو ستائنه وكړه۔ده ووئيل پاكستان د كشميري اولس منصفانه هڅو لپاره د ايران د ستر لارښود آيت الله خامنه اي د بشپړ او غېر متزلزل ملاتړ مننه ك??ي۔?? دفاع وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د جوائنټ بارډر كمېشن په اړه ووئيل پاكستان د بارډر منيجمنټ په اړه ټول ضروري اقدامات كړي او په دې لړ كښې شريكې هڅې ش??ي۔?? دفاع وزير په كابل كښې د طالبانو د قبضې نه پس په افغانستان كښې امن لپاره د سيمه ايزې مرستې اهميت په ډاګه كړو۔ده ووئيل افغانان امن٬پرمختګ او خوشحالۍ ته اړتيا لري۔هغوي د دې مستحق دي او بايد نړيواله ټولنه د هغوي مرسته وكړي۔د ايران سفير سيد محمد علي حسيني د پاكستان دفاعي صلاحيتونه ستائېلو سره ووئيل دواړه هېوادونه د دفاع او توان په څا??ګه كښې د پراخا مرستې امكانات لري۔دواړو د شريكې ګټې د بېلو څانګو پشمول د سلامتيا٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي او سيمه ايز اقتصادي روابطو له د مرستې د عزم څرګندونه وكړه