??وا??ر 03 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د كبانو نيونكو ترقۍ ته پام لرنه كوو٬د ??وا??ر وګړو له به په آسانو شرطونو سولر پينل وركولې شي٬د بېنكونو څخه پور ترلاسه كولو كښ?? به آسانۍ راپیدا كولې شي٬د غېر قانوني ټرالنګ په ضد به سخت ايكشن اخستلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ كبان نيوونكو ته وېنا كښې وكړه۔ده ووئيل د كبان نيوونكو پرمختګ ته خاص پام لرنه كوو٬د كبانو نيوونكو څوكالۍ لپاره به هر ممكن اقدامات كولې شي٬هر يو كور له به برېښنا وركولې شي۔ده ووئيل په ??وا??ر ګښې كبان نيوونكو له به چين 3200 سولر پينلې وركوي۔ده ووئيل سولر پينل?? به د بېنكونو د لارې په آسانو شرطونو وركولې شي۔كبان نيوونكي چې د برېښنا څومره بل وركوي د هغې څخه په كمه بيعه به سولر پينلې وركولې شي۔ده ووئيل په بېلو ځايونو سولر پاركس به جوړولې شي چې له امله به يې كبانو نيوونكي د نېشنل ګرډ په ځاې نيغ په نيغه دغې برېښنا څخه استفاده كولې شي۔ده ووئيل كبانو نيوونكو له به د بېړو وړيا انجڼې د قرعه اندازې د لارې وركولې شي۔د بلوچستان وزيراعلٰی٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښ?? به د انتظاميې په مرسته دا انجڼې زر تر زره وركړې شي۔په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال پشمول نور وزيران هم موجود وو