اسلام آباد 23 مئي(اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې نور عالم خان د كومې مق??بل?? نه غېر د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ نوې چيئرمېن وټاكلې شو۔ د ګل په ورځ د پي اے سي په غونډه كښې وفاقي وزيرانو خواجه مح??د آصف ، سردار ایاز صادق، سینیټر طلحه مح??ود ، مرتضیٰ جاوید عباسی،د پارليمان د مخالفې ډلې غړو راجه رياض احمد٬ شاهده اختر علي٬وجيه قمر٬ شېخ روحيل او د قامي اسمبلۍ سېكرټړېټ افسرانو ګډون وكړو??د پي اے سي سېكرټري غونډې ته د ټاكنو د طريقه كار په اړه ووئيل۔ د پي اے سي د چيئرمېن په توګه د نور عالم خان نامه خواجه مح??د آصف تجويز كړه او سېنېټر طلحه مح??ود يې تائيد وكړو د دې نه پس نور عالم خان د پي اے سي چيئرمېن وټاكلې شو۔د غونډې مشري سنبهالولو نه پس نور عالم خان د ټولو غړو مننه كولو سره ووئيل چې دا ډېر د ذمه وارۍ چوكۍ ده٬چا سره به هم زياتې يا بداخلاقي نه كېږي٬ټولې چارې به د قانون له مخې ترسره كولې شي۔ده د آډټ چارواكو ته هدايت وكړو چې د 5 كروړه څخه د كم ماليت آډټ اعتراضات دې پي اے سي ته وړاندې نه كړی شي٬هغه دې د ډي اے سي په كچه ترسره كړې شي٬څوك هم چې غلط كار وكړي د هغه به احتساب كولې شي۔سېنېټر طلحه مح??ود٬سردار اياز صادق٬مشاهد حسېن سي??شا??ده اختر علي٬سيد حسېن طارق٬شېخ روحيل اصغر٬وجيه قمر او د مخالفې ډلې مشر راجه رياض احمد نور عالم خان ته د پي اے سي چيئرمېن چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې هغه به ټولو سره په ګډه كار وكړي او ټولو غړو د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔نور عالم خان ووئيل چې كومه هم اداره د قانون څخه بالاتر نه ده٬د ټولو به آډټ كولې شي٬زما پشمول چې څوك هم آئيني چوكۍ لري نو هغوي له به د قانون احترام كول وي