اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي)د اطلاع??ت او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د رائے اظهار په آزادۍ د هېڅ ډول بندېز لګولو په حق كښې نه يو٬اوس به نه كوم چينل بندېږي نه پروګرام او نه كومه ورځپاڼه٬مونږ د رائے په اظهار باور لرو٬د فيك ن??وز ختمولو ل??اره عملي هڅو ته اړتيا ده۔د وزيراعظم اوسنۍ سعودي عرب دورې په حقله هم فيك ن??وز چلولې شوي٬وزيراعظم د سعودي دوره په ذاتي خرڅ كوي٬ 13 غړي د وزيراعظم په پلاوي كښې ش??مل دي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ د سېنېټ د اطلاع??ت او خپرونو قائمه كمېټۍ غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔قائمه كمېټۍ غونډه د سېنېټر فيصل جاوېد په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د اطلاع??ت او خپرونو وفاقي وزيرې نه علاوه د كمېټۍ غړو او د اطلاعات وزارت چارواكو ګډون وكړو۔قائمه كمېټۍ مريم اورنګزېب له د اطلاع??ت او خپرونو وفاقي وزيرې په حېث په ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه۔د اطلاعات وزارت چارواكو ډيجيټل راډيو مائيګريشن پروجېكټ په اړه كمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل په ادارو كښې د وخت سره سره ډيجيټل ټېكنالوجي ته اړتيا ده۔دې ووئيل د رائے د اظهار په آزادۍ د هېڅ ډول بندېز لګولو په حق كښې نه يو٬اوس به نه كوم چينل بندېږي نه كوم پروګرام او نه كومه ورځپاڼه۔ ٬دې ووئېل د فيك ن??وز ختمولو ل??اره عملي هڅو ته اړتيا ده۔د وزيراعظم اوسنۍ سعودي عرب دورې په حقله هم فيك ن??وز چلولې شوي٬وزيراعظم د سعودي دوره په ذاتي خرڅ كوي٬ 13 غړي د وزيراعظم په پلاوي كښې ش??مل دي٬دې ووئېل څوك چې ??م وزيراعظم سره ځي هغه په ذاتي خرڅ ځي۔د دې څخه وړاندې د كمېټۍ په غونډه كښې د مختلف ټي وي چينل په ټرانسمېشن بندېدو او د پيمرا د اړخه د نوټسسز جاري كولو په چارو د پيمرا چيئرمېن بريفنګ وركړو۔