پېنډې 19 م??رچ (اے پي پي﴾ د هوابازې ??فاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې د پخوانو واكمنو د ګټو په بنياد د سياست په وجه د اولس په وړاندې د سياسي مشرانو عزت مخ په كمېدو دے، د عدم اعتماد تحريك وړاندې كول د اپوزيشن حق دے ، وزيراعظم عمران خان او د هغه وفادار ملګري به د عدم اعتماد تحريك ناكامه كوي. د خالي په ورځ په پېنډې كښې خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې اپوزيشن ګوندونه پېسې وركولو سره د غړو ايمان اخلي، 35 كاله د اقتدار مزې ??وونكو يوازې خپل جائيدادونه او پېسه جوړه كړې، دوي اولس لپاره هېڅ نه دي كړي، مياج نواز شريف او آصف علي زرداري د مني لانډرنګ د لارې خپلې اثاثې جوړې كړې دي او مولانا فضل الرحمان د مدرسو په نوم پېسه راټوله كړ??. د?? ووئيل چې د ميا نواز شريف، آصف علي زرداري او مولانا فضل الرحمان سازشونه به ناكامه كوو.