اسلام آباد 07 م??رچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپر??نو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي دا د هېواد د آزادۍ 75م كال دے٬ سږ كال به ټولې ادارې په زړه پورې دستورو تابيا كوي، ډائمنډ جوبلي دستورو پېل به د 23م ????رچ پرېډ څخه كېږي چې پكښې به د ټولو اسلامي هېواد??نو خ??رج?? وزيرانو نه علاوه د ځينې اروپائي ائتلاف خ??رج?? وزيران او نمائندګان ګډون كوي، د پاكستان جوړېدو نه تر اوسه د تاريخ وړاندې كولو هڅې به كولې شي او دا لمحات به يادګار جوړولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان ډائمنډ جوبلي د “لوګو” مخ كتنې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د ډائمنډ جوبلي دستورو پېل به د 23م ????رچ پرېډ څخه كېږي او په څوارلسم اګست به هم مهم دستورې كېږي۔ ده ووئيل د يوم پاكستان 23م??رچ پرېډ به هم خاص پرېډ وي٬ چې پكښې به د ټولو اسلامي هېواد??نو خ??رج?? وزيرانو نه علاوه د ځينې اروپائي ائتلاف هم خ??رج?? وزيران او نمائندګان ګډون كوي ۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ به هڅه كوٶ چې د خپل تاريخ ټولې شاندارې لمحې رامخې ته كړو۔ ده ووئيل دا د پاکستان د آزادۍ 75م كال دے او د اطلاعات او خپر??نو وزارت ته ټاسك وركړے شوے ٶ چې د ډائمنډ جوبلي دستورو چارټ جوړ كړي چې پكښې د اړوند وزارت ټولو څانګو او ټولو وزارت??نو او محكمو خپل كردار لوبولے او جامع پروګرام ئې تشكيل كړے چې پېل به ئې د 23م ????رچ څخه كېږي۔ ده ووئيل پي ټي وي او نورو چېنلو سره سره تولو ادارو زبردست پروګرامونه ترتيب كړي۔ ده ووئيل د پاكستان جوړېدو نه تر اوسه سټوري كومې چې په زړه پورې قيصۍ دي د دې د يادګار جوړولو به هڅې كوٶ٬ كه ھغه زمونږ د شاعرۍ دي٬ د پوځ د زړه ورتيا يا مراڼې ، د پوليس كارنامې وي او يا زمونږ د ملت د نورو روښانه ستورو قيصۍ د ټولو رامخۍ ته كولو به هڅې كولې شي دغسې چې مونږ دا وښودلې شو چې 75 كالو كښې پاكستان كوم ځاے ته رسېدلے۔ وفاقي وزير ووئيل هيله لرو چې دا سفر به شاندار وي، د پاکستان دا دستورې به د سباٶن پېش خيمه وي او مونږ به په دې كښې لا زياتوال راولو