اسلام آباد۔25 فروری(اے پی پی) د ایت??وپ??ا د خارجه چارو وزير ??ملكت رضوان حسېن راميتو وئيلي دي پاكستان كښې د ايتھوپيا يو سفير تعينات كولې شي او د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي اړيكو ښه كولو لپاره به ډېر زر پاكستان كښې د ايتھوپيا يو سفارت پرانستلے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري دورې په مهال سوداګرې ورورولۍ ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل د ایت??وپ??ا او پاکستان ترمينځه د پروازونو په بحالۍ هم غور روان دے ۔ هغه ووئيل ایت??وپ??ا 80 فیصده دارګان درآمد كوي ځكه دا د پاكستان فارما څانګې سرمايه كارو لپاره يوه ښه موقعه ده چې هغوي په ایت??وپ??ا كښې جوائنټ وېنچرز كولو لپاره د ماركيټ ضروريات ??رسره كولو سره افريقائي هېوادونو ته خپل دروګان برآمد كړي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر محمد شكيل منېر ووئيل پاكستان تجارت او برآمدات ??ه وده وركولو له په افريقائي سيمه كښې خصوصي خوښي لري ولې چې افريقا يو لويې ماركيټ دے ۔ هغه ووئيل پاكست??ن ایت??وپ??ا سره نزدې اړيكو جوړولو سره تر افريقائي ماركيټ رسنه ترلاسه كولې شي۔ هغه ووئيل پاكست??ن ایت??وپ??ا ته ماربل او ګرېنائټ، سېمنټ، او د څرمنې جوړ څېزونه ، وريژې ٬ د لوبو سام??ن او نور يو شمېر مصنوعات ??رآمد كولې شي۔ هغه ووئيل پاكستان كښې د ایت??وپ??ا سفارت پرانستل د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او اقتصادي اړيكو ته وده وركولو له زيات ??روري دے