پینډي 23فروری(اے پی پی) ډېره اسماعيل خان كښې د امنيتي ځواكونو په اپرېشن كښې دوه ترهه ګر وژلې شوي۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر) له مخې د ډېره اسماعيل خان په كلاچي تحصيل كښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو عمليات كړي ۔په دې مهال د سختو ډزو په تبادله كښې دوه ترهه ګر ووژلې شوي چې پیژندګلي يې د فضل الرحمان د پلار نوم يې خيري او د مهران په نوم شوې۔د ترهه ګرو څخه وسله او چاودېدونكي توكي هم برآمد شوي چې پكښې زياتره مشين ګنز٬لاسي بمونه او ګڼ شمېر كارتوس شامل دي۔وژلې شوي ترهه ګر د امنيتي ځواكونو په ضد د ترهه ګرۍ په كاروائيو٬ټارګټ كلنګ او تښتونې په وارداتونو كښې ككړ وو۔ځايې خلقو اپرېشن ستائېلے او د سيمې څخه د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره ئې د بشپړه م??ست?? څرګندونه كړې