اسلام آب??د 11 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي چې د اوسني حكومت په دور كښې افغانستان سره په تجارت كښې كمې نه دې راغلې بلكې اضافه شوې، نواز شريف او ز??دا??ي به په نجي دورو سركاري خزانه لوټ كوله، وزيراعظم عمران خان شاه خرچې نه خوښوي. د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر مشتاق احمد او محسن عزيز د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان مهم ك??دا?? دے، وزيراعظم عمران خان يوه هم نجي دوره په سركاري خرڅ نه ده كړې ، نواز شريف او ز??دا??ي به په سركاري خرڅ بهرنې دورې كولې. ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن لپاره په مذاكراتو كښې پاكستان خپل ك??دا?? ترسره كړے، د افغانستان په معامله د او آئي سي كانفرنس زمونږ د خارجه پالېسې د كاميابې په ا??ه ډېر مهم دے. پاكستان په افغانستان كښې د امن لار هوارولو لپاره په مذاكراتو كښې بشپړه مرسته كړې ده