اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) پاكستان په مقبوضه جمو و كشمير كښې د نورو 5 كشميريانو د ماورائے عدالت قتل سخته غند??ه كړې او د هندي ځواكونو د نړيوال احتساب ئې يو ځل بيا غوښت??ه كړې ده. د خارجه دفتر وياند لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې پاكستان د جنورې په 29 او 30 مه نېټه د هندي ځواكونو د لاسه په مقبوضه سيمه پلوامه او بډګام كښې د پنځو كشميريانو د ماورائے عدالت قتل سخته غند??ه كوي. د خپلې ترهګرې په بې واګي راج كښې د هند قابض ځواكونو يوازې د جنورې په مياشت كښې كم ??ه كم 23 كشميريان په جعلي مقابلو او تش د نوم محاصرو او لټون كښې شهيدان كړي دي. هند د انتهاخوښي ګوند هندوتوار په نظريه عمل كوي كوم چې د مسلمانانو په نسل كشې راپارول كوي،د هند قابض ځواكونه په مقبوضه سيمه كښې كشميريان او په خاص توګه ځوانان په نښه كوي. د دې پاكستان سخته غند??ه كوي. وياند نړيوالې ټولنې ته ووئيل چې هغه دې د هند د غېر قانوني او غېر انس??ني اقداماتو ، محاصرو او د ماورائے عدالت قتل د پېښو مخ نيوي لپاره خپل كردار ترسره كړي. ده ووئيل چې مونږ د هندي چارواكو د تور په كوم كښې چې د پاكست??ني مقاٶمت ??وو??كي د قتل كولو بې بنسټه دعوې شوې، ردولو سره د دې تورونو غند??ه كوو. د خارجه دفتر وياند غوښتنه وكړه چې د ملګرو ملتونو پشمول نړيواله ټولنه دې د بشر?? حقونو څخه په سرغړونو او انس??ني جرائمو د هند څخه زر تر زره ځواب طلب كړي.