اسلام آباد 13جنوري (اے پي پي) پاکستان د اتومي جنګ لا??ه نيولو او د وسلې زغل څخه د بچ كېدو پحقله د سلامتي كونسل د پنځو مستقل (پي فائيو) غړو لخوا د شڅك بيان هركلي كولو سره دا يو مثبت پېشرفت ګرځولے او وئيلي ئې دي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د مستقل غړو ترمېنځه دا مفاهمت نړيوا??ه او په سيمه ايزه كچه تزويراتي استحكام لپاره د كوټلو اقداماتو لاره هوارولې شي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د يو ذمه وار اتومي رياست په توګه پاكستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د وسلې د تخفيف پحقله د وړومبنۍ خاص غ??نډ?? (اېس اېس او ډي-I) شرطونو تر مخه د وسلېد تخفيف او د غېر امتيازي او عدم خپرېدو مقاصدو ملاتړ كوي٬ د پي فائيو هېوادونو شريك بيان د اتومي وسلې تخفيف پحقله بامعني پېشرفت لپاره سازګار حفاظتي ماحول راپېدا كولو ض??ورت تسليموي۔ وياند ووئيل د سوئيلي آسياء په تناظر كښې ستراتېژك ريسټرينټ رجيم لپاره د پاكستان تجويز چې پكښې د اتومي او ميزائل مخنيوے٬ روايتي توازن او د شخړو هوارے شامل دي ٬ د تزويراتي استحكام برقرار ساتلو او د ??وځ?? شخړو څخه بچ كېدو كښې مهم كردار لوبولے شي٬ پاکستان د اتومي وسلو د كوم غېر مجاز يا غېر ارادي استعمال په ضد حفاظت لپاره د ټولو اتومي قواؤ لخوا د موثره اقداماتو د ضرورت سره مكمل اتفاق لري