اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) په ??ېن??ټ كښې حكومتي غړو وئيلي دي ضمني ??جټ به په بې وزليو اغیزه ونلري، په دې كښې يوازې په لګژري څيزونو ټېكس لګولې شوې دې٬ د ټېكس د لارې ترلاسه كېدونكې آمدن به د اولس په خېر ښېګړه مصرف كولې شي۔ د جمعې په ورځ د ??ېن??ټ په غونډه كښې په ضمني مالياتي بل 2021ﺀ بحث كښې برخه اخستلو سره ??ېن??ټر ډاكټر زرقا سهروردي ووئيل چې دا د آ??ي اېم اېف 22 م پروګرام دې۔ د تېر وخت حكومتونو آ??ي اېم ته ولې تلې وو۔ اوسني ??كومت د هېواد په خپلو پښو ودرولو له د او??دې مودې منصوبه بندي كړې ده۔ د وزيراعظم په دوره د پخوانو وزيراعظمانو د دورې نه كمې پېسې مصرف كېږي۔ ??ېن??ټر چوهدری اعجاز ووئيل بې وزله بنديوانو ته هم د نواز شريف په څير د غوره درملنو آسانۍ ترلاسه كېدې شي۔ هغه د درملنو په بانه ريليف اخستلو سره لاړو ٬ بې وزله د لوږې مري او هغه بهر هېواد كښې عياشي كوي۔ وزیراعظم عمران خان امریکا ته ”اېبسلوټلی ناټ”ووې۔ ریاست مدینه لپاره ستړې كول د خلاصي لاره ده٬ دې كښې د دنيا او آخرت خېر دې۔ د آئی اېم اېف 9 پروګرامونه پي پي پي او 4 مسلم ليګ اخستې دي۔ په درې كاله كښې زمونږ حكومت 38.864 اربه قرضه واخسته او 29.857 اربه قرضه ئې بېرته وركړه۔ د دوئي حكومت په څلور نيم كاله كښې د 4 نيم اربه ډالرو قرضه اخستې وه او زمونږ حكومت دوه نيم اربه ډالره قرضه اخستې ده۔ هغه ووئيل د كورونا باوجود معاشي اعشاريې مستحكم دي ٬ برآمدات او ترسيلات زر سوا شوي دي۔ هغه ووئيل د تېر وخت حكومتونو په مصنوعي ډول د ډالر قدر په ځائې وساتلو۔ د كورونا باوجود معيشت مستحكم پاتې شوې۔ ??ېن??ټر ولید اقبال ووئيل آ??ي اېم اېف نه تېرو حكومتونو قرضې واخستې كومې چې مونږ ادا كوؤ۔ ضمني مالياتي بل سره به په لګژري څيزونو ټېكس زيات شي۔ په ضروري څيزونو كوم ټېكس نه دې لګولې شوې۔ د دويانو بيعې به ټيټې شي۔ ټېکس استثنیٰ ختمول يو ښه ګام دے۔ حکومت ټارګېټډ سبسډي ته خاص پاملرنه كړې ده۔ په تخمونو د 8 اربه روپو ټارګټېډ سبسډي وركولې شي۔