اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم وئيلي دي چې پاكستان به د كشميري ا??لس اخلاقي ٬ سفارتي ا?? سياسي ملاتړ تر هغه وخت جاري ساتي تركومې چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې كشميري ا??لس د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كړې نه وي۔ هغه د شورؤ په ورځ د كشمير د خپلواكۍ حق ورځې په موقعه نيويارك كښې خپل پېغام كښې ووئيل د ملګرو ملتونو او په خاص توګه د سلامتي كونسل دا ذمه واري ده چې هغه 73 كاله وړاندې كشميري ا??لس سره كړې خپلې وعدې وپالي۔ هغه ووئيل هند او پاكستان لپاره د ملګرو ملتونو كمېشن (یو اېن سی آئی پی )د كال 1949 جنورۍ مياشتې په 5 مه نېټه په ننۍ ورځ يو تاريخي قرارداد منظور كړو په كوم كښې چې په مقبوضه كشمير كښې د آزادو او سپېځلې استصواب رائې كولو غوښتنه وكړې شوه دغسې چې اولس د خپل سياسي سباؤن پرېكړه وكړې شي۔ هغه ووئيل د هند انتها خوښي هندوتوا حكومت او په جموں وكشمير كښې تعينات 9 لكه هندي پوځ په كشمير كښې د ترهګرۍ ظالمانه راج روان ساتلو ذمه وار دې۔ هغه وئيل د هندو توا انتها خوښې مشرتابه لخوا تيار كړې شوې اندښمن حل د كشميري ا??لس د آزادۍ تحريك لمينځه وړلو او په نړيولاله كچه د منلې شوې متنازعه رياست ډېموګرافي په مستقل توګه د بدلولو برابر دے۔ هغه ووئيل د 5 اګست 2019 اقدام نه وروستو ه??د په سمدستي توګه د جموں وكشمير مسلم اكثريت لرونكو سيمو په هندو اكثريت كښې د بدلولو منصوبې لاندې د لكھونو په شمېر جعلي ډوميسائل جاري كړل۔ دا اقدامات د نسل كشۍ مخنيوي كنونشن په شمول د نړيوال بشري قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔ د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د بشري حقونو په نړيوالو تنظيمونو زور راوړو چې هغوي په جموں و كشمير كښې روان هندي جرمونه محسوس كړي ا?? په هند زور راوړي چې هغه د كشمير اولس په ضد د ظلم او زياتي روانه لړۍ په سمدستي توګه بن??ه كړي ٬ د 5 اګست 2019 نه وروستو پورته كړې ټول غېر قانوني ا?? يو اړخيزه ګامونه بېرته واخلي ا?? د كشميري ا??لس نسل كشي كولو سره د هندو آبادكارۍ منصوبه بن??ه كړي۔ دغسې نړيواله ورورولي دې په لويه كچه د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف ورزويو مخيوې باوري كولو سره سره د هندي جرمون?? احتساب وكړي ا?? په دې جرمونو كښې ككړ كسان دې ځواب وركوؤنكې وګرځوي۔