اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) افغانستان لپاره د كنګ سلمان هيومنېټېرين اېډ اېنډ ريليف سېنټر د مرستې پېكج منص??بې پرانسته كړې ده۔د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان لمخې د منص??بې پرانسته د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وكړه كوم چې د پرانستې په دستورې كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كولو۔ د سعودي عربستان لخوا د 1920 ټنه څيزونه 200 ټركونه د پاكستان د لارې افغانستان ته روان كړې شول۔ دې منص??بې څخه به 2 لكه 80 زره افغان ??ګړ?? استفاده وكړې شي۔ په دې موقعه ميډيا سر?? خپلو خبرو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د 30 زره د خوراك پاكټونو او د 10 زره غېر غذائي پاكټونو وېشلو سره به د ب?? وزله او مستحقو افغان ??ګړ?? مرسته وكړې شي۔ هغه ووئيل د سعودي عربستان د دې بشر دوسته ګام ستائنه كوؤ۔ هغه غوښتنه وكړه چې د سعودي عربستان په څير نريواله ورورولي او په خاص توګه پرمختګ كړې ه??وا??ونه دې هم د افغان اولس مرسته وكړي۔ هغه په دې مرسته د سعودي سفير ٬ كنګ سلمان فاؤنډېشن ٬ پرنس سلمان او كنګ سلمان بن عبد العزيز مننه وكړه۔ هغه ووئيل سعودي عربستان په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده٬ د او آئي سي غونډه كښې هم سعودي عربستان د پاكستان او د افغانستان مرستې له د خپل لوظ پخلې كړې دې۔ هغه ووئيل پاكستان به هم افغانستان سره مرسته روانه ساتي۔ په دې موقعه د سعوي عربستان سفير نواف بن سعيد المالكي د سامان په لېږلو د پاكستان مننه وكړه۔ سيېنټر نصيب الله بازئي هم د سېنېټ چيئرمېن سره وو۔