پېنډۍ 14 دسمبر (اے پي پي) په بلوچستان كښې پاك ا??ران پولې سره د امنيتي ځواكونو په چېك پوسته د ترهګرو په ډزو كښې يو اهلكار شهيد شوے. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې د ترهګرو يوې ډلې د بلوچستان په عب??وئي سېكټر كښې د پاك ا??ران په پوله د امنيتي ځواكونو يوه پوسته په نښه كړې ده. په سختو ډزو كښې لانس نائيك ظهير احمد بهادرې سره د جګړې په مهال شهادت ترلاسه كړو. د امينتي اهلكارو په ځائي كارروائې كښې د تښتې په مهال ترهګرو ته هم زيان رسېدلے. د پاكستان امنيتي ځواكونه د دښمن عناصرو لخوا د بلوچستان امن، استحكام او پرمختګ ت?? د زيان رسولو داسې كارروائيو ته د ماتې وركولو پوخ عزم لري.