لاهور 03دسمبر(اے پی پی)د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور خان د برتانيه دورې په مهال د پرتا??يې پارليمان سپيكر لنډسے هولي ليدلې دي۔په ملاقات كښې د افغانستان٬د منطقې په صورتحال او د پاك برتانيه اړيكو پشمول په نورو چارو خبرې اترې شوي او د برتا??يې سپيكر لنډسے هولي لخوا د امن راوستلو او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د پاكستان د اقداماتو ستائنه شوې۔د لاهور ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي اعلاميې له مخې د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور د برتا??يې دورې په مهال په پاكستان كښې د برتا??يې هائ?? كمشنر معظم احمد خان او د برتا??يې پارليمان غړې افضل خان سره د برتا??يې په پارليمان كښې سپيكر لنډسے هولي سره ملاقات كړې چې پكښې د پاك افغان برتا??يې اړيكو نه علاوه افغان امن عمل كښې د پاكستان كردار٬په افغانستان كښې د موجوده صورتحال پشمول د نورو ستونزو په اړه هم خبرې اترې شوې او د پنجاب ګورنر د افغان امن په عمل كښې د پاكستان د كردار او افغان اولس ته د رامخې ته شويو مسئلو څخه هم سپيكر خبر كړو۔د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور د ملاقات په مهال ووئيل افغانستان د غريبۍ او بې ر??زګ??رۍ سره سره د صحت په شان بنیادی آسانيو خراب حالات سره مخ دے،د نړيوالې ميډيا له مخې افغانستان كښې د نيمې څخه زياتې آبادۍ ته د خوراك څښاك څيزونه نه دې ترلاسه دې لپاره افغانستان د نورې تباهۍ څخه بچ كولو لپاره بايد نړۍ د ټول صورتحال نوټس اخستلو سره په افغانستان كښې انساني ژوند بچ كولو او امن راوستلو لپاره خپلې ذمه وارۍ پوره كړي۔ګورنر چوهدري محمد سرور ووئيل نړۍ له به دا كتل وي چې هغه كوم عناصر دې چې په افغانستان كښې د ترهه ګرۍ پشمول د نورو كاروائيو د لارې هلته د امن تباہ کولو سازشونه كوي،د دې ډول عناصرو په ضد به ټولې نړۍ له يو موټلې كيدلو سره ايكشن اخستل وي، افغان قیادت څخه هم هيله لرو چې افغانستان كښې د ميرمنو پشمول ټولو له بنیادی انسانی حقوق وركولو په اړه ټول اقدامات باوري كړې۔چوهدری محمد سرور ووئيل په دې خبره كښې څه شك نشته چې د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې پاکستان نه يواځې افغانستان بلكه د ټولې سيمې امن لپاره خپل كردار ترسره كوي، امن راوستلو او د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره چې پاکستان كومې قربانۍ وركړې هغه د ټولې نړۍ لپاره يو مثال دې، پاکستان نن هم د امن سره او د ترهه ګرۍ په ضد ولاړ دے، امن لپاره پاکستان نه وړاندې د كومې قربانۍ څخه ډډه كړې او نه به ئې بيا وكړې