اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د وزيراعظم عمران خ??ن په مشرۍ كښې هېواد كښې صنعتي انقلاب راغلے٬مونږ تعميراتي صنعت بحال كړے٬زمونږ په دور كښې د كرپشن نه پاكې پروژې پېل شوي٬څوك دې ته ګوته نشي نيولې٬د للا نه تر جهلم د دوه مخې لويې لارې پروژې سره به د اولس قسمت بدل شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د جهلم للا د دوه مخې لويې لارې د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دستوره كښې وزيراعظم عمران خ??ن٬د پنجاب وزيراعل??ی سردار عثمان بزدار٬د آزاد كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود٬د آزاد كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر ټا??لې شوو استازو او د جهلم اولس په لويه شمېره ګډون وكړو۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل جهلم د شهيدانو او غازيانو سيمه ده٬زمونږ د اديرو نه د شهيدانو د وينې خوشبو راځي۔ده ووئيل كه چا د دې سيمې د عزت خيال ساتلے نو هغه وزيراعظم عمران خ??ن دے۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خ??ن زما نه ښه د جهلم نه خبر دے ٬وزيراعظم دلته د ډېرو پروژو پرانستې كړي۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خ??ن په مشرۍ كښې حكومت په هېواد كښې صنعتي انقلاب راوستے ۔كروندګرو ته د فصل پوره قيمت ترلاسه كېږي٬حكومت داسې اقدامات كړي چې د دې څخه وړاندې كله هم نه وو شوې۔ ده ووئېل وزيراعظم د هېواد د 70 كاله خرابۍ لرې كولو هڅې كړي۔پاكستان تحريك انصاف هغه يواځنے ګوند د?? كوم چې د پاكستان خ??ره كوي۔ده ووئيل د دې پروژې په پېل كولو د وزيراعظم عمران خ??ن مننه كوو