اسلام آباد 24 اکتوبر(اے پي پي) سا??ك چېمبر د پاكستان لخوا افغانستان لپاره د تجارتي او سفري اسانيو د اعلان او د 5 اربه روپو د مرستې ??رك??ې كولو سره دا يوه تاريخي پرېكړه ګرځولې. د سا??ك چېمبر صدر افتخار علي ملك د اتوار په ورځ د حافظه ماه رخ ناصر په مشرې كښې د درآمد او برآمد كوونكو مېرمنو پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل چې دا خبره ډېره خوشبينه ده چې د وېزا فيس ختمولو نه علاوه افغان تجاران به په كابل كښې د پاكستان د سفارت څخه د پنځه كلونو ملټي پل وېزه ترلاسه كړې شي، دغسې په زمكي لار پاكستا?? ته داخلې لپاره ګېټ پاس او د كووېډ 19 د پي سي آر ټېسټ بندېز هم ختم كړے ش??ے. ده ووئيل چې د سرحدي لارو څخه 24 سا??ته د تګ راتګ پرېكړه ښه اقدام دے، دې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت وده وكړي. د دې نه علاوه افغان ټركونه به اوس د ك??اچ?? تر بندر سامان يوړل شي او د پاكستان ټركونه به خپل كارګو سره افغانستا?? ته لاړ شي. افتخار علي ملك ووئيل چې پاكستان به افغانستان سره د 5 اربه روپو مرسته كوي. ده ووئيل چې د سا??ك چېمبر د پاكستان د دې اقداماتو او مراعاتو ??رك??ې كوي. هيله ده چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د پي ټي آئي حكومت به جنګ ځپلي افغانستان سره نوره مرسته هم وكړي.