اسلام آباد 17 اکتوبر(اے پي پي) د عيد مېلادالنبي صلی الله عليه وآله وسلم په موقع 46م دوه ورځنې رحمته للعالمين كا??فرنس به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې پېل ك??ږي. د دې دوه ورځني كا??فرنس موضوع R21; د حضور رحمته للعالمين صلی الله عليه وآله وسلم د تعليماتو په رڼا كښې اتحاد او همغږۍ ته وده وركولو لپاره د جومات?? مدرسو، خانقاه او امام بارګاه كردار R21; ده. د كا??فرنس په وړومبې ورځ به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر خاص مېلمه وي. د كا??فرنس په دوهمه ورځ به دوه سېشن ك??ږي. د وړومبي سېشن مشري به صدر مملكت ډاكټر عارف علوي او د وروستي سېشن مشري و??ير??عظم عمران خان كوي. دا كا??فرنس د كا?? 1976م نه د مذهبي چارو او د مذهبي همغږۍ وزارت تر سيوري لاندې هر كا?? ك??ږي. د كا??فرنس مقصد د اسلام مثبت تشخص په ډاګه كول، د حضور نبي اكرم صلی الله عليه وآله وسلم تعليمات خپرول او د حضور نبي اكرم صلی الله عليه وآله وسلم په ژوند د كتابونو د ليكوالانو او مقاله ليكونكو د اېوارډونو وركولو د لارې ډاډګېرنه كول دي. په كا??فرنس كښې به د پارلمان غړي، سفيران، علما، سكالران، د مدرسو زده كوونكي، د پوهنتونونو ډينز او د چېمبرو استازو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكي خلق ګډون كوي. دا دوه ورځنې كا??فرنس به د نهې په ورځ پاې ته رسي.