پېنډې 25 ستمبر (اے پي پي) د جوائنټ چي??س آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرل نديم رضا د پيس مش 2021 مشقونو معائنه كولو لپاره د روسيې دوره وكړه. د وسله والو ځواكونو د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي بيان كښ?? وئيلي شوي دي چې دا مشقونه د شنګهائي مرستې تنظيم ﴿اېس سي او﴾ تر سيوري لاندې كېږي. جنرل نديم رضا د تنظيم د غړو هېوادونو د چي??س آف جنرل سټاف په غونډه كښ?? ګډون هم وكړو په كومه كښ?? چې د بېلا بېلو سيمه ايزو، نړيوالو او جيو پولېټيكل چارو او په خاص توګه د افغانستان د صورتحال جاج واخستل شو. په غونډه كښ?? د نړۍ په بېلا بېلو ??نط??و كښ?? د ترهګرو ډلو په كارروائيو هم خبرې وشوې. د جوائنټ چي??س آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرل نديم رضا وېنا كولو سره ووئيل چې پاكستان به د ??نط??ې پشمول په نړيواله كچه د امن، پرمختګ او خوشحالې شريك مقاصدو لپاره د شنګهائي مرستې تنظيم سره په ګډه كار روان ساتي. ده نړيوال امن او استحكام لپاره او د ترهګرې په ضد جنګ كښ?? د پاكستان په بې مثاله قربانيو هم رڼا واچوله. جنرل نديم رضا ووئيل چې په افغانستان كښ?? امن او امان زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده كوم چې د ??نط??ې د امن په غوره ګټه دے. په دې موقع د جوائنټ چي??س آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرل نديم رضا د رشين فېډرېشن چيف آف جنرل سټاف جنرل وائلرے دي ګراسيموف او د چين د پيپلز لېبرېشن آرمي چيف آف جوائنټ سټاف جنرل لي ژوچنګ سره ملاقاتونه هم وكړل. د ملاقاتونو په مهال د جوائنټ چي??س آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرل نديم رضا ووئيل چې پاكستان روسيې او چين سره شريكې دفاعي مرستې ته ډېر اهميت وركوي او په دې كښ?? لا پراختيا غواړي. ده ووئيل چې پاكستان په دې خبره باور لري چې دا هېوادونه شريكې د شريكې مرستې ودې سره د اوږدې مودې ، تذويراتي اړيكو ته تر معنٰی وركوونكي حد پراختيا وركولې شي