اسلام آباد۔23ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان آسټريا سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ دا خبره هغه د زيارت په ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76 مې غوندې په مهال د آسټريا خپل همڅنګ الېګزېنډر شېلنبرګ سره ملاقات كښې وكړه۔ د خارجه دفتر وياند لمخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ د پاكستان او آسټريا ترمينځه د راروانې دوه اړخيزه سياسي مشاورتي غونډې زر ??ر زره كېدو ته سترګې په لاره يؤ۔ هغه ووئيل پاكستان كښې د امنيت غوره صورتحال او د كاروباري آسانيو حوالې سره د پاكستان نړيواله درجه بندۍ كښی بهترۍ سره پاكستان كښې د سرمايه ??ارۍ امكانات سوا شوي دي۔ آسټرین کاروباری شخصيات او كمپنۍ زمونږ د حكومت كاروبار دوسته پالېسيو څخه استفاده كولو سره د سرمايه ??ارۍ د لارې په زړه پورې منافع ترلاسه كولې ش??۔ خارجه وزير يو وارې بيا خپل آسټرين همڅنګ ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔