اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د لويو لارو م??صو??ې په وخت ترسره كولو لپاره د فنډز د اجرا سپارښتنې كولو سره وئيلي دي د معياري سړكونو جوړېدو سره به د كليوالو او ښاريو ترمېنځه رابطه، تجارت او د روزګار موقعې زياتې شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د نېشنل هائي وے اتهارټۍ تر سيوري لاندې د م??صو??و جاج اخستو غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په غونډه كښې د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد، د م??صو??ه بندې وفاقي وزير اسد عمر، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، د م??صو??ه بندې كميشن ډپټي چيئرمېن جهانزېب خان، د نېشنل هائي وے اتهارټۍ چ??ئرمېن او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد ??ونډې ته تقابلي جاج وړاندې كولو سره ووئيل د پخواني ح??ومت په درېو كلونو كښې ﴿د كال 2013م نه تر كال 2016م﴾ يوازې 645 كلوميټره سړكونه جوړ شوي وو او په اوسني ح??ومت كښې ټول 1753 كلوميټره سړكونه جوړ كړې شوي. وزيراعظم ته ووئيل شول د روان مالي كال په مهال به اېن اېچ اے 27 پروژې ترسره كړي، په بلوچستان كښې د 3000 كلوميټره څخه زيات سړكونه جوړولې شي. غونډې ته د سړكونو بېلا بېلو پروژو په اړه بريفنګ هم وركړے شو. وزيراعظم عمران خان ووئيل په معاشي پرمختګ كښې سړٍكونه مهم كردار لري . ده ووئيل د معياري سړكونو جوړېدو سره به د كليوالو او ښاريو سيمو ترمېنځه رابطه، تجارت او د روزګار موقعې زياتې شي. د ښو سړكونو په نتيجه كښې به خرڅونو هم كم شي. وزيراعظم ووئيل د مواصلات د مهمو او لويو پروژو جاج به هره ورځ پخپله اخلم. ده هدايت وكړو چې د پروژو په وخت ترسره كولو لپاره د فنډز اجرا باوري كړئ.