اسلام آباد16ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې تاجکستان اوپاکستان د ورورولۍ نزدې اړيكې لري٬ وزير??عظ?? چې كله هم په بهرنۍ دوره تللے دے د پاكستاني اولس عزت او ??قا?? ئې لوړ كړے دے، د تاجکستان د افغانستان پحقله كردار اهم دے، مونږ د دې كردار اهميت تسليموٶ، د وزير??عظ?? د تاجکستان دوره به په دوه برخو كښې وي٬ وزيراعطم به د دورې په مهال د شنګهائي مرستې تنظيم په 20مه غونډه او بزنس كنفرنس كښې ګډون كوي۔ د زيارت په ورځ د وزير??عظ?? د تاجکستان دورې پحقله خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزير??عظ?? نن د لوړې كچې پلاوي سره دوشنبے ته روانېږي، د وزير??عظ?? د تاجکستان دوره به په دوه برخو كښې وي٬ وزيراعطم به د دورې په مهال په وړومبۍ برخه كښې د شنګهائي مرستې تنظيم په 20مه غونډه ګډون كوي او د غونډې په مهال به د نورو هېوادونو مشرانو هم موجود وي٬ د دوري په مهال به وزير??عظ?? د ايران مشر، د چين خارجه وزير او د مېنځنۍ آسياء اهم قيادت سره ملاقاتونه كوي۔ ده ووئيل د وزير??عظ?? عمران خان او د روسيه اولس مشر پيوټن ترمېنځه ملاقات كېدونكې ٶ خو پيوټن د قرنطينه كېدو له امله دوشنبے ته ??ه راځي٬ د صدر پيوټن او وزير??عظ?? عمران خان د ټېلي فوني تماس د لارې تفصيلي خبرې شوې دي، د وزير??عظ?? عمران خان او صدر پيوټن ترمېنځه ملاقات ډېر زر متوقع دے۔ ده ووئيل وزير??عظ?? عمران خان له د تاجکستان صدرامام علي رحمانوف د دورې بلنه وركړې وه۔ وزير??عظ?? عمران خان به په تاجكستان كښې په كېدونكې بزنس كنفرنس كښې ګډون كوي چې پكښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په كاروباري روابطو زياتولو خبرې كېږي، د افغانستان صورتحال به د دې كنفرنس كليدي برخه وي۔ ده ووئيل د تاجکستان دورې په مهال به په افغانستان كښې مستحکم او د جامع حکومت پحقله زمونږ نظريه تقويت ومومي۔ ده ووئيل د مېنځنۍ اسياء وژن د پاكستان د فارن پاليسۍ كليدي برخه ده، دا دوره به دې لپاره سنګ ميل ثابت شي۔ وفاقي وزير ووئيل وزير??عظ?? چې كله هم په بهرنۍ دوره تللے دے د پاكستاني اولس عزت او ??قا?? ئې لوړ كړے٬ د تاجكستان دوره به هم د دې لړۍ يوه كړۍ وي