اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان و??يل?? دي چې حك??مت اېكسپورټرز لپاره آسانۍ رامخې ته كوي٬ د درآمدات او د برآمداتو ترمېنځه فرق كمولو ??ه به په بيړنۍ توګه اقدامات كول وي۔ کاروباري ورورولۍ له ښه چاپېريال او كاروبار دوست پالي??ۍ وركول د حك??مت لومړۍ ترجيح ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د هېواد د برآمداتو حجم زياتولو ??پاره د حك??مت لخوا د پورته كړې شوې اقداماتو جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو ??ه مهال وكړه۔ په غونډه كښې د قامي سلامتيا خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د کامرس او توان ډويژنونو سېكترانو او لوړ پورو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيل شؤ چې د پاكستان د موجوده برآمداتو حجم كښې په مجموعي توګه 30 اربه ډالره اضافه ممكن ده٬ د برآمدات زياتولو ??ه لړ كښې په ممكنه توګه آئي ټي، ټېکسټائل، داروګان، پولټري، وريژې، سبزۍ او مېوي، څرمن، مالګه، سنګ مرمر، سرامکس او د سرجيکل سامان پشمول 19 مصنوعاتو ته پام كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم په د?? خبره زور رواړو چې ټولې معاشي اعشاريې په مثبت پلو روانې دي خو درآمدات او د برآمداتو ترمېنځه فرق كمولو ??پاره به په بيړني توګه اقدامات كول وي۔ حك??مت اېكسپورټرز لپاره آسانۍ پېدا كوي۔ وزيراعظم کامرس ډويژن ته امر وكړو چې بهر هېوادونو كښې تعينات د پاکستان ټرېډ اينډ انوېسټمنټ چارواكو لپاره د?? هدفونه متعين كړې شي۔ ده ووئيل کامرس ډويژن دې په راتلونكو دوه اوونيو كښې د ستراتېژك اېكسپورټ فرېم ورك منظورۍ لپاره وړاندې كړي۔ وزيراعظم ووئيل په پاکستاني برآمداتو كښې د اضافې په لړ كښې ماركيټ او مصنوعاتو كښې تنوع راوستل د موجوده حك??مت وړومبۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان كارباري ورورولي يو شمېر پوټېنشل لري٬ کاروباري ورورولۍ له ښه چاپېرچل او كاروبار دوست پالي??ۍ وركول د حك??مت لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل حك??مت كاروباري ورورولۍ سره په مشاورت د پاليسو جورولو ??ه فلسفه عمل كوي او د حك??مت او د صنعت د قوي همكارۍ لړۍ به روانه وي۔ ده ووئيل كه يو خوا حك??مت كاروباري ورورولۍ ته د هر ډول ممكنه آسانيو وركولو ??ه پاليسۍ په سختۍ سره عمل كوي نو بلخوا حك??مت هيله لري چې كاروباري ورورولي به هم دې موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كړي او د هېواد د معيشت په استحكام كښې به د حك??مت بشپړه ملګرتيا وكړي۔