اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ پخواني چيئرمېن او د آئي اېس آئي پخواني مشر احسان الحق وئېلي دي نائن اليون نه كه د پاكستان او سعودي عرب مشوره م??لې شوې وه نو افغانستان د اوږد جنګ څخه بچ كېدے شو۔ده دا خبره عرب نيوز سره په يوه مركه كښې كړې۔جنرل(ر)احسان الحق په امريكا ك??ې د بريدونو نه څو اوونۍ پس 2001 ك??ې د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل جوړ شوے ؤ ٬د هغې نه پس بيا د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېنجوړ شو۔د عرب نيوز رپورټ له مخې د اكتوبر 2001 په اول ك??ې د ناټو ځواكونو افغانستان ته د داخلېدو نه پس پاكستان د سعودي عرب په مرسته سفارتي هلې ځلې پېل كړې وې چې مقصد يې سيمه د عدم استحكام څخه ساتلوو۔په رپورټ كښې وئېلي شوي جنرل(ر)احسان الحق په دې لړ ك??ې د واشنګټن دوره كړی وه او د صدر جارج ډبليو بش په نامه د صدر پروېز مشرف د اړخه يې د څلورو پاڼو مراسله هغه تهوركړې وه چې پك??ې د افغان مسئلې حل لپاره د طالبانو لارښودو سره د خبرو اترو پېل كولو تجويز وركړے شوے ؤ ۔جنرل(ر)احسان الحق ووئيل دا د پاكستان او سعودي عرب شريك اقدام ؤ ۔ده ووئيل ما د شهزاده سعود الفيصل سره صفر كړے او ما د امريكې صدر٬خارجه وزير٬سي آئي اے ډائرېكټر او د امريكې نورو لارښودو سره م??اقاتونه كړي او هغوي له مې مشوره وركړې چې په افغانستان كښې مداخلت بايد د ملګرو ملتونو د لارې وكړے شي۔ده ووئيل كه امريكا د پاكستان او سعودي عرب تجويز منلے ؤ نو د اوږد جنګ څخه بچ كېدے شو ۔ده ووئيل پاكستان او سعودي عرب مخلصانه مشوره وركړې وه چې په افغانستان كښې شخړه كوم پوځي حل نه لري او د ملګرو ملتونو د لارې د مسئلې سياسي حل لټول ښه آپشن دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په افغانستان كښې طالبان بېرته په اقتدار ك??ې د راتللو سره به پاكستان ته په تضويراتي توګه ګټه ورسي ځكه چې په كابل كښې به واكمن اوس هند د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد د كارولو څخه م??ع كړي۔د امريكې پاكستان اړيكو په حق??ه ده ووئيل د امريكې او پاكستان ترمينځه اړيكې مهمې دي ځكه چې په افغانستان كښې استحكام لپاره د امريكې مرستې ته اړتيا ده۔ده د جوبائيډان په انتظاميه زور راوړو چې د افغانانو ښه والي لپاره د طالبانو انتظاميه تسليمكړي او هغوي سره په ګډه كار وكړي۔