ملګري ملتونه 03 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منير اکرم په نړيوالې ورورولۍ زور رواړے دے چې درې اړخيزه نقطه نظر خپلولو سره په افغانستان كښې د لوږې بحران سره مخ د يو كروړ 40 لكه كسانو دې په سمدستي توګه مرسته٬ د جامع حكومت ودې او په هېواد كښې د ترهګرۍ مخنيوي لپ??ره طالبانو سره كار وكړي۔ ده تېره ورځ جنېوا څخه د پاکستان سركاري خبري اژانس (اے پي پي) سره خپله مركه كښې په افغانستان كښې په سباون كښې د نړيوالې ورورولۍ كردار لپ??ره د پاكستان د حكومت وژن وړاندې كولو سره ووئيل پاكستان په درې اړخيزه وژن كار كولو لپ??ره د منطقې هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ سره په تماس كښې دے۔ ده زور رواړو چې بشري مرسته لومړۍ ترجيح پكار ده او د امريكې او نورو هېوادونو لخوا د افغانستان اثاثې منجمد كول سم نه دي ځكه چې دې سره طالبان د ډالرز او فارن اېكسچېنج د رسنې نشتوالي په سبب د خوراك څښاك څيزونه نشتي اخستې او نه تېل درامد كولے شي٬ چې ورسره به په هېواد كښې ګراني راشي او د غربت شرح به زياته شي او د دې نه پس به د كډوالو بحران پېدا شي د كوم خطر چې لوئيديز هېوادونه محسوسوي۔ ده ووئيل په طالبانو د پاکستان نفوذ مبالغه آرائي ده ٬ دا بېله خبره ده چې د پاكستان په خپله خاوره مېشته 30 لكه افغان كډوالو لپ??ره پاليسي ډېره نرمه ده۔ ده ووئيل مونږ ښه پوهېږو چې تاسو افغان وګړي په څه كولو مجبوره كولې نشۍ او زما په خيال په تېرو 40 كالو كښې تجربې ??ا خبره رامخې ته كړې ده چې څوك د بهر څخه راتلو سره په افغانانو حكم نشي چلولې ٬ دې لپ??ره خبرې اترې او مشاورت جاري دے خو افغانان قائل كول ډېر ګران دي۔ پاكستاني استازي منېر اكرم ووئيل افغانستان د طالبانو تر كنټرول لاندے دے او پاكستان هيله لري چې د طالبانو مشرتابه به د بشبړه حكومت جوړولو مخلصانه هڅې وكړي او مونږ هيله لرو چې افغانستان كښې به يو داسې حكومت راشي كوم به چې هېواد كښې حقيقي امن رامخے ته كړي۔ هغه ووئيل ضرورت د دې خبرې دې چې نړيواله ورورولي افغانستان څخه د ترھګ??ۍ ختمولو له طالبانو سره كار وكړي