اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د پاكستان او المان ترمينځه د پلاوي په كچه خبرې اترې د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې وشوې۔د دواړو هېوادونو تجارتي حجم او د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو۔د پاكستاني پلاوي مشري خارجه وزير شاه محمود قرېشي كوله دغسې د المان پلاوي مشري د المان خارجه وزير هائيكو ماس كوله۔دواړه خارجه وزيرانو دوه اړخيزه اړيكو٬بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو او د اف??انستان په صورتحال خبرې اترې وشوې۔خارجه سېكتر سهيل محمود٬سپېشل خارجه سېكرټري رضا بشير تارړ او په المان كښې د پاكستان سفير ډاكټر محمد فيصل او نور سينئر اف??ران هم موجود وو۔خارجه وزير ووئيل په 15 اګست په اف??انستان كښې په سمدستي توګه بدلون رامخې ته شوې چې له امله يې د اف??انستان په اړه ټولې اندازې غلطې ثابت شوي خو دا خبره خوشبينه ده چې په اف??انستان كښې د بدلون په مهال څه ناوړه پېښې نه دې رامخې ته شوي او نه په دې مهال اف??انستان د كورنۍ جګړې ښكار شوې۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د طالبانو قيادت د اړخه د جنګ ختمولو٬د بشري حقونو پاسداري٬د اف??انستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو بيانات د ډاډ وړ دي۔ده ووئيل مونږ د امن ناكه او مستحكم اف??انستان خوښي لرو او په دې موقع به د امن مخالف په قوتونو نظر ساتل وي۔شاه محمود قرېشي ووئيل بايد نړيواله ورورولي په دې موقع اف??انستان يوازې پرې نه ږدي او د هغوي معاشي مرسته روانه وساتي۔په اف??انستان كښې د امن ګټه به ټولې سيمې ته وشي۔شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ د بېلو هېوادونو سفارتي عملې٬نړيوالو ادارو اهلكارو او د مېډيا نمائندګانو د كابل څخه په انخلا كښې مرسته كوو۔خارجه وزير د المان خپل هم څنګ د اف??انستان په حقله شريكې تګلارې جوړولو لپاره د خپلې څلورو هېوادونو دورې تفصيلاتو څخه خبر كړو۔ده ووئيل مونږ د اف??انستان د صورتحال ترمخه د چېلنجونو مقابلې لپاره د متف??ه تګلارې خپرولو له چمتو يو او په اف??انستان كښې اجتماعيت لرونكي حكومت جوړولو خوښي لرو۔د پاك المان اړيكو په حقله شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د المان سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي٬په دې خوشحاله يم چې د پاكستان او المان ترمينځه د كامياب سفارتي اړيكو70 كاله پوره كېږي۔دواړه خارجه وزيرانو د سيمې صورتحال په حقله دوه اړخيزه مشاورت ر??ان ساتلو ته سلا شول۔