اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي د کشمير په اړه د غدارۍ فتوې مه وركوې ٬ څوك د مور زوې د كشمير يو انچ هم نه شي خرڅولے٬ د آزاد كشمير د اولس حق دے چې ھغوي ته په ا??صا?? اډانه حكومت وركړے شي، مونږ په دې لړ كښې وژن لرو٬ د پاكستان تحريك ا??صا?? حكومت كه په كشمېر كښې جوړ شي نو مونږ به هلته د تعليم او صحت سهولتونو ??ره ??ره د سړكونو انفراسټركچر ور كوٶ۔ ده د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مسلم ليګ ن غړي انجينئر خرم دستګير د اعتراض د نكتې ځواب وركولو۔ د دې نه وړاندې انجينئر خرم دستګير ووئيل د جولائي 13مه نيټه د كشمير د شهيدانو ورځ ده٬ په دا ورځ كشميريانو خپل حق لپاره غږ پورته كړے او دوي شهيدان كړې شوي۔ده ووئېل د لكهونو په شمېر كشميريان شهيدان شوي او د زرګونو په شمېر د مېرمنو سپكاوے شوے ٬ مقبوضه کشمير كښې د بې دركه كسانو اجتماعي قبرونه موندلې ??وې۔ ده ووئيل په 25م جولائي كېدونكې ټاكنې سپېځلې ??و پاكې كولو ??ره دې هند ته دا ??اور وركړے شي چې مونږ پاكستان ??ره پاتې كېدونكو كشميريانو ته بشپړه جمهوري حقونه وركړي۔ ده ووئيل په 25 جولائي په آزاد کشمير كښې پاكې او سپېځلې ??و د لاس وهنې نه پاكو انتخاباتو كولو دې په سنجيدګۍ ??ره مظاهره وكړې شي۔ د دې په ځواب كښې علي محمد خان ووئېل د کشمير اليکشن مونږ ټولو لپاره مهم دے٬ هلته د بريا او بې??ات نه زياته مهمه خبره دا ??ه چې مونږ له ثابت كول دي چې د لائن آف كنټرول بلې ??اړې ته چې كوم جبر او ظلم كېږي زمونږ اړخ ته د ھغې په مقابل كښې دومره ا??صا?? او جمهوريت رائج دے۔ ده ووئيل د بې??ا بې??و ګوندونو سياسي مشران كشمير ته روان دي٬ مونږ ته درس راكوٶنكي بايد دا ??وچ وكړي چې د ښه عمل پېل د خپل كور نه پكار دے۔ ده ووئيل د کشمير په اړه د غدارۍ فتوې مه وركوې٬ يو د مور زوې هم د كشمير يو انچ نه شي خرڅولے٬ د آزاد كشمير د اولس حق دې چې ھغوي ته په ا??صا?? اډانه حكومت وركړے شي۔ده ووئېل مونږ په دې لړ كښې وژن لرو٬ د پاكستان تحريك ا??صا?? حكومت كه په كشمېر كښې جوړ شي نو مونږ به هلته د تعليم او صحت سهولتونو ??ره ??ره د سړكونو انفراسټركچر ور كوٶ۔