ګوادر۔06 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقادامات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي نارت فري زون د ګوادر اولني زون نه 35 چنده لوئې دے۔ په دې كښې تر يو ارب ډالرو د چين سرمايه كاري امكان لري ۔ پي اېس ډي پي كښې بلوچستان لپاره د 1200 اربه روپو منصوبې شاملې كرې شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه ګوادار كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه و??ئيل ګوادر كښې شوې دستوره كښې د ګډون كوؤنكو سرمايه كارو لخوا وئيلي شوي چې انډسټريل زون كښې د يو ارب ډالرو نه د زياتې سرمايه كارۍ منصوبه لرو ۔ هغه و??ئيل وزيراعظم عمران خان نومبر 2020 كښې سوئيلي پنجاب لپاره تاريخي پېكج ??علان كړے ؤ او د ګوادر دورې په موقع ئې په پېكج ?? پېشرفت جا?? اخستے دے۔ اسد عمر ووئيل وفاقي حكومت د 600 اربه نه د زياتو روپو 53 منصوبې په روان كال پرمختيائي پروګرام كښې شاملې كړي۔ هغه و??ئيل ځوانانو ته د حكومت لخوا د انټرنېټ نوې آسانۍ وركولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د وفاقي حكومت سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) كښې بلوچستان لپاره د 1200 اربه روپو منصوبې شاملې دي۔ هغه و??ئيل په بلوچستان كښې په دې كچه پرمختيائي كار د پاكستان په تاريخ كښې كله نه دے شوے۔ هغه و??ئيل وفاقي حكومت صوبه كښی پرمختيائي كار د بلوچستان حكومت په همكارۍ سره كوي او وزيراعلی جام كمال د صوبې پرمختګ لپاره هڅې كوي۔ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د چين او پاكستان دريځ يو دے چې كه هر څوك ګوادر كښې د سي پېك منصوبو كښې سرمايه كاري كو??و له راشي ورته به هركلے وئيلے شي۔ هغه و??ئيل د شي جن پنګ روډ اېنډ بېلټ اېنېشیټو منصوبه د نړيوالې رابطې لپاره ده او په دې كښې كوم تفريق نشته۔ چين نه يوازې خپلې بلكې د پاتې نړۍ پرمختګ هم غواړي او نه يوازې خپل اولس بلكې د ګردې سيمې اولس بې وزلۍ څخه و??ستل غواړي۔