اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې بلاول صاحب، د ګلګت بلتستان د اوسنيو ټاكنو ستاسو د كانديدانو ضمانتونه ضبط شوي او بدتره ماتې سره مخ شوي دي، د آزاد جمو كشمير په ټاكنو كښې هم ماتې ستاسو منتظر ده، ټول ??وم ته ??علومه ده چې د ګلګت بلتستان د ټاكنو څخه وړاندې هم تاسو هم داسې چغې وهلې، كشميريان به د بلاول ??شان بنارسي ټګان په ټاكنو كښي رد كړي. د اتوار په ورځ د بلاول ??ه بيان په خپل غبرګون كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې بلاول د زرداري د كرپشن وارث دے، كشميريانو ته ??علومه ده چې عمران خان يوازې د دوي رښتينې سفير او نجات وركوونكې دے. د عمران خان په هڅو د كشمير د مسئلې نه نړۍ خبره شوې. ده ووئيل چې بلاول صاحب تاسو او ستاسو ګوند ته د كرپشن او په حكومت تنقيد لپاره د تنقيد كولو نه زيات بل څه نه زده، په آزاد كشمير كښې د پي ټ?? آئي پوزيشن تر ټولو بهتر دے. هلته به د پي ټ?? آئي حكومت جوړېږي. ده ووئيل چې تاريخ ګواه دے چې كومو ټاكنو ته بلاول او مريم تللي دي هلته ??ي ټ?? آئي ريكارډ رائې ترلاسه كړې دي. ده ووئيل چې د ټول ??اكستان پشمول د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير اولس كه كوم ګوند رښتينې اولسي ګوند ګڼي نو هغه يوازې پاكستان تحريك انصاف دے.