اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د آبي تحفظ پالېسيو په زړه پورې نتيجې رامخې ته كېږي۔ د اتوار په ورځ يو ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار په مشرۍ كښې د پنجاب حكومت پورته كړي ګامونه وستائل چې له كبله ئې د زمكې لاندې د اوبو ??چې لا ټيټدو عمل د كال 1980 نه پس ودرېدلے دے۔ وزیر اعظم ووئيل دا داسې ځكه شوي چې پنجاب حكومت د اوبو ري سائيكلنګ پالېسو خپلولو ٬ ایکوفر چارجز ، د زمكې لاندې د باراني اوبو ذخيره كولو ٬ ټائيمډ ??يل پمپنګ كولو او نور ټارګېټډ اقدامات كړې دي۔ وزیراعظم عمران خان لاهور كښې د اوبو ??چې ټېټدو په اړه چارټ هم شيئر كړے دے چې له مخې ئې په كال 2020 كښې د زمكې دننه د اوبو ??چې ټېټېدو شرح كښې د كال 1980 نه وروستو په اولني ځل اضافه نه ده شوې۔ دې نه وړاندې دهر كال دا شرح مخ په زياتېدو وه او دې پلو هڅې پام نه و ګرځولے شوے