اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی)خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي امريك?? سره پراخا بنياد لرونكې ستراتيجيكي همكارۍ ته وده وركول غواړؤ۔ دا خبره هغه د امريكائي ايوان نمائندګان آسيا كمېټۍ مشرتابه سره نيويارك كښې د وډيو لنك ملاقات په مهال وكړه۔ د خ??لي په ورځ د خ??رجه دفتر له مخې خارجه وزير ملګرو ملتونو كښې د مصروف پاتے كېدو په مهال آسيائي ،پسېفک او عدم خپرولو سره د اړوندې ذېلي كمېټۍ مشر اېمی بیرا او اعلی غړي سټیون شابټ سره رابطه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل امريك?? سره پراخا بنياد لرونكې ستراتيجيكي همكارۍ ته وده وركول غواړؤ كوم?? به چې د دوه اړخيزه او سيمه ايزو اړخونو اعتبار سره د شريكو ګټو ودې سبب وګرځي۔ خارجه وزير د سيمه ايزو رابطو ودې له د دوه اړخيزه تجارت او معاشي مرستې زياتولو په اهميت زور راو??و۔ خارجه وزير د افغانستان مسئلې سولييز او سياسي ??ل لپاره د پاكستان هڅې په ډاګه كولو سره ووئيل افغانستان كښې امن د ټولو افغان ډلو او كليدي نړيوالو همكارانو د ګډې ذمه واري ده۔ د كانګريس غړو اېمي بيرا او سټيون شابټ د حالاتو نه په خبرولو د خ??رجه وزير مننه وكړه۔ د كانګريس غړو سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د پاكستان د قدر وړ هڅې وستائلې۔ غړو د دواړو هېوادونو ترمينځه د مضبوطو اړيكو په ځائې كولو كښې د پاكستاني امريكائي كميونټۍ كردار هم ستائنه وكړه