مشهد 22 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي د اېران مشرانو پرېكړه كړې ??ې د ناموس رسالت﴿ص﴾ او د اسلام سر لوړۍ لپاره به پاكستان او اېران په ګډه غږ پورته كوي. د زيارت په ورځ د امام رضا ??لي?? السلام په روضه مبارك د حجة الاسلام والمسلمين احمد مروي سره په شريك بيان كښې خارجه وزير ووئيل زه نن په مشهد كښې د امام رضا ??لي?? السلام په روضه پاكستاني قام ته دا زېرے وركول غو??ړم چې حجة الاسلام احمد مروي او د اېران مشرانو پرېكړه كړې ??ې د ناموس رسالت﴿ص﴾ او د اسلام سر لوړۍ لپاره به پاكستان او اېران په ګډه غږ پورته كوي او په هر فورم به امت په دې معامله يو موټے كوي. خارجه وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن دے چې ټول امت په دې معامله يو موټې كړے ??ي او مغرب قائل كړے ??ي چې كومې طبقې، خلقو او ادارو ??ې د رسالت ﴿ص﴾ سپكاوې كړے، هغوي دې انجام ته ورسولے شي. داسې عناصر د قانون منګولو ته سپارل ډېر ضروري دي او په دې لړ كښې به زمونږ هڅې روانې وي