كابل 15مارچ (اے پي پي) په ا فغانستان كښې د بمي چ??ودنو او ډزو په پیښه كښې د پوليس اهلكار پشمول پنځه كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔د نړيوالې ميډيا له مخې د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د دوه بېلو بمي چ??ودنو پھ نتيجه كښې څلور ??نه مړه او 15 ژوبل شوي۔د كابل پوليس م??ر فرداز فرامارز وئېلي دي چې په دوه بمي چ??ودنو كښې د مسافرو ګاډې په نښه كړې شوي۔ده ووئيل چې د چاودنو پلټنې روانې دي خو ژوبل شوي ټول كسان عام وكړي دي۔د ??ېډ??ا رپورټس له مخې په جلال آباد كښې د ډزو په نتيجه كښې يو پوليس اهلكار مړ شوے۔د پوليس م??ر ووئيلي چې تراوسه كومې هم ډلې د دې بريدونو ذمه واري نه ده قبوله كړی۔د يادونې وړ ده چې د اتوار پھ ورځ هم ترهه ګرو د كابل پھ لوېديزه سيمه كښې ګاډې په نښه كړي ؤ چې په نتيجه كښې يې درې كسان مړه او 12 ژوبل شوي وو