اسلام آباد 11 مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي ف??از وئېلي دي مونږ وړندې هم اپوزېشن ته وئېلي وو چې د سنېېټ ټاكنې په سپيځلې ډول وكړې٬دوي زمونږ مخالفت كړے٬د مسلم ليګ(ن)مشرانو خبري كنفرنس كښې د سبا ورځې ماتې تس??يم كړی۔د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې زمونږ 25 وو??ونه زيات وو خو دوي وګټله٬هغه وخت دوي ته د اصولو سياست ياد نه ؤ ٬ كومې ټاكنې چې د دوي د خوښې وي دوي وائي چې سمې دي او چې چرته دوي د ماتې يره لري نو ورته اصولي سياست راياد شي۔ سېنېټر شبلي ف??از ووئيل د يوسف رضا ګېلاني د زوي په وېډيو كښې ليدے شي چې هغه د وو?? ضائع كولو طريقې ښائي او د دې ضائع شوو وو??ونو په وجه زمونږ كانديد بائېللې ده ۔ ده ووئېل هغوي د چانګا مانګا نه دا كار شروع كړے ؤ او تر نن ورځې روان دے٬اوس هم دا خلق د ضميرونو په اخستلو كښې بوښت دي٬زمو??ږ د خلقو سره هم وو?? خرڅولو لپاره رابطې كوي٬د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ وو?? لپاره هر ځاے ته ځو٬مو??ږ د يوسف رضا ګېلاني نه هم وو?? غوښتے ٬آزادو كسانو ته به هم وائيو چې وو?? مونږ له راكړي