اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د مېرمنو نړيوالې ورځې په ??وقع ټول قوم ته مباركي وركولو سره وئيلي دي په جسماني توګه معذوره مېرمنې د ټولنې فعاله برخه جوړولو لپاره نړۍ سره په ګډه كار كوو، پارلمان د قانون سازې پشمول د خاص كسانو د لارې خنډان لرې كولو لپاره خپل كردار ترسره ك??ي، پارلمان به په دې لړ كښې خپلې ذمه وارې ترسره ك??ي. ده دا خبرې تېره ورځ د پارلمان په چمن كښې د مېرمنو نړيوالې ورځې په ??وقع د معذوره مېرمنو په درنښت كښې راجوړې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل د مېرمنو نړيواله ورځ يوه داسې موقع ده چې مونږ پكښې د خاص كسانو ستونزې لرې كولو او دوي د ټولنې فعاله برخه جوړولو لپاره شعور بېدارولې شو. ده ووئيل مونږ په دې سفر كښې نړۍ سره په ګډه كار كوو. ده په ??ارلمان كښې د مېرمنو د ډلې مشرې منزه حسن ستائنه وكړه او وې وئيل هغې په دې لړ كښې په ??انون سازې كښې چې كوم كردار ترسره كړے، هغه د ستائنې وړ دے. ده ووئيل د پارلمان په ??چه مېرمنو او خاص كسانو لپاره زيات اقدامات شوي. سپيكر ووئيل په ??ړاندې كړو غوښتنو به غور كولې شي، خاص كسانو ته د كورونا واكسين لګولو لپاره به د روغتيا سېكرټري ته خط لېږلې شي. ده ووئيل كه د ژوند په زغل كښې خاص كسانو ته پوره موقع وركړې شي نو د دې به ډېر مثبت آغېز رامخې ته شي.