پېښور 09 فروری (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي هېواد كښې سرمایه كارۍ لپاره چا??يرچل ښه دے او کاروبار كښې آسانيو لپاره اصلاحات روان دي، سوداګره ورورولي دې ټی??س وركولو كښې كردار ترسره كړي، افغانستان كښې امن سره به خېبر پښتونخوا ته ګټه ورسي او سيمه ايز تجارت ته وده وكړي۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه پېښور ګورنر هاؤس كښې کاروباری ورورولۍ سره ملاقات كښې وكړه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، د اېف پی سی سی آئی پخوانې صدر غضنفر بلور، د سرحد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری صدر شیر باز الیاس او د چیمبر نور عهدیدار هم موجود وؤ۔ صدر ووئيل ??يك?? وركولو سره به د تجارتی خسارې کميدو او پرمختيائي پروژو لپاره زيات فنډز وركولو له مرسته تر لاسه شي،سوداګره ورورولي دي هېواد كښې د ??يك?? وركولو هڅو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ صدر عارف علوی ووئيل د موجودہ حکومت لخوا د کورونا وائرس وبا په مهال 1.2 کھربه معاشی ریلیف پیکج وركړے شوے ،حکومت بزنس کمیونټی له مسابقتی کاروباری ماحول وركولو له لوظي دے ،هېواد كښې سرمایه کارۍ لپاره ماحول ښه دے او کاروبار كښې آسانۍ لپاره اصلاحات روان دي۔ صدر ووئيل سوداګره ورورولي دې حکومت سره ر??بطو ته لا وده وركړي او کاروباري چا??يرچل ښه كولو له دې تجاویز وركړي۔ده ووئيل پاکستان كښې د سېلګرۍ او آئی ټی په څانګه كښې موجود موقعو څخه ګټه پورته كولو ته اړټيا ده۔ صدر ووئيل افغانستان كښې امن سره به سيمه ايز تجارت ته وده ترلاسه شي او د دې به تر ټولو اول خېبر پښتونخوا ته ګټه ورسي۔په دې موقع سوداګري ورورولۍ د کاروبار تحفظ او سيمه ايز تجارت ودې له حکومتی اقدامات وستائل۔ دغسې صدر ته د مينځني اسيا رياستونو او د كراچۍ او ګوادر بندرځائې د لارې د تجارت په امکانات او ګټه بريفنګ وركړے شو