اسلام آباد 19 جنوري(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د نوي ??يل?? حكومت يو غېر ذمه وار حكومت دے ٬ سياسي مقاصدو لپاره هر څه كولې شي٬ نړيواله ورورولي دې هند په منطقه كښې امن ته د زيان رسولو ذمه وار وګرځوي٬ نړۍ پوهه شوې چې ھغه هند كوم چې دوي سېكولر رياست ګڼلو په ھغه اوس يو فاشسټ او هندوتوا حكومت مسلط دے٬ پاكستان د افغانستان پشمول په منطقه كښې امن او استحكام غواړي٬ د افغانستان دننه او بهر ځينې عناصر داسې شته څوك چې د سپائيلر کردار لوبوي٬ د پي ډي اېم بيانيه د پاكستان دښمنه بيانيې سره مطابقت لر??۔ د نهې په ورځ د منطقې په صورتحال او د پي ډي اېم د احتجاج پحقله خپل مهم بيان كښې خارجه وزير ووئيل پاكستان د هند اصل څېره پر??ه پسې رامخې ته كوي٬ د نومبر په څلوارلسمه نيټه په ډوزئير كښې مونږ د هند لخوا د ترهګرۍ د معاونت نه رد كېدونكے ثبوت نړۍ ته وړاندې كړے۔ خارجه وزير ووئيل هند پاكستان په نړيواله كچه بدنامولو لپاره د ناسمه پراپېګنډې كمپائن پېل كړے ٬ خو د ارنب ګوسوامي “چيټ ” په منظر عام راتللو د پلوامه ډرامه بې نقابه شوې ٬ هند د پلوامه ډرامه سياسي مقاصد ترلاسه كولولپاره جوړه كړې ۔ خارجه وزير ووئيل د هند د بي جے پي سركار د الېكشن لاره هوارولو لپاره هم خپل 40 عسكر وژلي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د ??يل?? حكومت غېر ذمه وار حكومت دے كوم چې سياسي مقاصدو لپاره هر څه كولې شي٬ د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې ھغوي په منطقه كښې امن ته زيان رسولو لپاره هند ذمه وار وګرځو??۔ ده ووئيل نړۍ پوهه شوې چې ھغه هند كوم چې دوي سېكولر رياست ګڼلو په ھغه اوس يو فاشسټ او هندوتوا حكومت مسلط دے٬ پاكستان د افغانستان پشمول په منطقه كښې امن او استحكام غواړي٬ مونږ غواړو چې بين الافغان مذاکرات كاميابۍ سره مخ شي او خپل ان??ام ته ورسي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د افغانستان دننه او بهر ځينې عناصر شته كوم چې سپائيلر كردار لوبو??۔ ده ووئيل په کراچۍ كښې د اسرائيل نامنظور بينرز سياسي مقاصدو لپاره لګولې كېږي٬ كله چې حكومت د فلسطين پحقله خپ??ه پاليسي واضح كړې نو بيا د اسرائيل تسليمولو سوال هم نه راپېدا كېږي٬ وزيراعظم عمران خان هم څو ځله وئيلي دي او زما بيانونه هم په رېكارډ دي٬ خارجه وزارت په دې لړ كښې واضح او په سپينو ټكو موقف وړاندې كړے۔ده ووئېل پي ډي اېم پخپلو صفونو كښې زيات شوے اړے ګړے پټول غواړي او خپل د لاسه وركړے عزت بچ كول غواړي۔ شاہ محمود قريشي ووئيل په كراچۍ كښې ځينې عناصر احتجاج لپاره د مدرسې زده كوٶنكي استعمالول غواړي٬ دا هېواد او د هېواد معيشت لپاره سم قدم نه دے٬ زه باور لرم چې د كراچۍ شعور لرونكي وګړي به دې پلو پام ونه كړي۔ده ووئېل پيپلز پارټي د وكټ دواړو اړخونو ته لوبېږي او دوي پي ډي اېم خپل مقاصد ترلاسه كولو لپاره استعمالوي ۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي ووئيل د استعفاګانو په معام??ه پيپلز پارټۍ په سپينو ټكو خپ??ه پرېكړه اورولې چې ھغوي به استعفاګانه نه وركوي٬ د لانګ مارچ پحقله هم پيپلز پارټي د تذبذب سره مخ ده۔٬ وفاقي وزير ووئيل د پي ډي ايم بيانيه د پاكستان دښمنه قوتونو بيانيې سره مطابقت لري٬ پي ډي اېم چې نه غواړي نو هم د پاكستان مخالفو قوتونو بيانيې ته هوا وركوي۔