اسلام آباد 24 ن??مب?? (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې چې سلامتي كونسل دې هند په شخړيز جمو و كشمير كښې د مسلمانانو اكثړيت په اقليت د بدلولو په نوآبا??يا??ي مجرمانه منصوبه عملدرآمد څخه منع كړے شي، د ملګرو ملتونو د منظور شوي قراردادونو له مخې هند د دې نوآبا??يا??ي منصوبې څخه منع كول د 15 كسيزه سلامتي كونسل نېغ په نېغه ذمه وار?? ده۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي سلامتي کونسل ته د ن??مب?? مياشتې لپاره صدرسينټ وينسينټ او د ګريناډا سفير انګا رهونډا په نامه چيټۍ كښې د هغوي پلو دې پام راګرځولے چې هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو و كشمير كښې د مسلماننو اكثريت په اقليت بدلول د اندېښنې وړ خبره ده چې ورسره جمو و كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو څخه د منطقې امن او سلامتيا ته خطرات هم زياتېږي۔ دا چيټۍ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل است??زي منير اکرم د لارې د ګل په ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتنو په هيډ کوارټرز كښې د كونسل صدر، سفير اينګا رهونډا له وركړې شوې او دا به د اېجنډا آئټم “د هند پاكستان سوال” له مخې د سلامتي كونسل سركاري دستاوېزاتو په توګه غړو هېوادونو ته لېږلې شي۔