فيچر : اے پي پي سندھي سروس
ترجمه : محمد عامر آفريدي
يو داسې هېواد چې كله ئې ښكلا او زړه راكښونكې نظارې د كېمرې په سترګه قيد كړې شي نو هغه خلق د ځان په پلو داسې مائل كوي لكه څنګه چې يو تږے اوبه ليدلو سره په تندې سره ورځي خو دا څومره د افسوس خبره ده چې داسې مسخوركن نظارې لرونكې او د قدرتي وسيلو نه ډك هېواد پاكستان هم د هغو هېوادونو په لسټ كښې شامل دے چرته چې ډېره زياته ??اح??لياتي الودګي ده، هوا الوده كېږي، د ونو پرېكولو عمل ??اح??ل داسې جوړ كړے چرته چې اوس ساه اخستل هم مشكل كېږي. د اوبو په ذخيرو كښې ورځ تر بله ك??ې راځي او اوبه هم الوده كېږي چې په سبب به ئې اوس د الوده هوا نه پس د خلقو خېټو ته الوده اوبه هم ځي. هم دا وجه ده چې اوس روغتونونه زيات په نظر راځي. په داسې حالاتو كښې كه مونږ ته ??اح??ل پاك ساتل دي نو دې مسئلې ته به پوره پام كول وي. كه مونږ دا ګڼو چې په دې ??اح??لياتي بدلون كښې د انسان كوم عمل دخل نشته نو دا خبره سراسر غلطه ده، د دې هر څه ذمه وار مونږ په خپله يو. د الودګۍ تر ټولو لويه وجه انسان په خپله دے او هم دې ئې زيات ځپلې هم دے.
په دې وخت كښې كه حالات وكتل شي نو كه يو خوا كورونا وائرس په نړۍ كښې د روغتيا او معيشت پشمول په ټولو څانګو كښې تباهي خپره كړې نو بل خوا د دې په ??اح??ل ځينې مثبت او څه مفني اثرات هم شوي دي. د كورونا نړيواله وبا د تېر كال په پاې كښې د چين په ووهان ښار كښې پېل شوه او په نړۍ كښې په تندې سره خپره شوه، د دې وبا په نتيجه كښې په نړۍ كښې په تندې سره خلق مړه شول او هر خوا د ناارامې او بې يقينې كيفيت پېدا شو، په ټوله نړۍ كښې د دې وائرس په سبب يره او ترهه پېدا شوه. يو خو كورونا وائرس په ټوله نړۍ كښې په تندې سره پرمختګ كوونكي هېوادونه په خپله ولكه كښې واخستل او انساني ژوند ئې مفلوج كړو نو بل خوا كورونا وائرس ??اح??ل لپاره مسيحا جوړ شو، په نړۍ كښې د كاروبار بندېدو په سبب الودګي كمه شوه، په سمندري او ځنګلي حيات كښې په تندې سره اضافه وليدل شوه. د ??اح??ل الوده كوونكي اېندهن استعمال كم شو او په سبب ئې د اوزون ځپلې شوې تهه پيا په ښه كېدو شو، چې د خلقو سفر كم شو نو د ګاډو استعمال هم كم شو. د ګاډو كم تګ راتګ سره د الوده ګازونو مقدار هم كم شو. د لاك ډاٶن په مهال د ګرين هاٶس ګازونو په اخراج كښې ځانګړې ك??ې راغلو.
د كورونا د نړيوالې وبا په فضا كښې د ??اح??لياتو په څانګه او د حكومت د اقداماتو ذكر كولو سره د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټې چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل ??ې پاكستان په هغو هېوادونو كښې شمېرل كېږي كوم چې په تندې سره كورونا ته ماتې وركوي. ده ووئيل ??ې د نورو هېوادونو په شان د پاكستان په معيشت هم د كورونا په سبب منفي آغېز وشو خو سره د دې هم د پاكستان معيشت په تندې سره مخ په وړاندې روان دے. ده ووئيل ??ې په ??اح??لياتو د كورونا ډېر اثر شوے، مونږ په خپله خپل ??اح??ل خراب كړے، مونږ په خپله د دې ذمه وار يو. سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل ??ې د وزيراعظم عمران خان وژن دے چې پاكستان پاك او ښېرازه جوړ كړے شي، ځكه خو په خېبر پښتونخوا كښې د لكونو په شمېر ونې وكرل شوې او په ټول پاكستان كښې ونې كرل كېږي. ده ووئيل ??ې نن بايد مونږ فكر وكړو چې مونږ خپل راتلونكي نسل لپاره څه كوو او كه نن مونږ د ??اح??ل خيال وساتو نو د ??اح??لياتي الودګۍ څخه بچ كېدې شو او دې لپاره به مونږ ټولو ته په ګډه د ??اح??لياتو په اړه كار كول وي. د سېنېټر فېصل جاوېد له مخې د كورونا له امله په ??اح??لياتو مثبت آغېز شوے ځكه چې په دې مهال د خلقو تګ راتګ، ټرافيك او صنعتونه بند وو.
د ټنډو جام د زرعي پوهنتون د زرعي تعليم د څانګې چيئرمېن او د سندھ د كركيلې او ??اح??لياتو كارپوهه پروفېسر ډاكټر محمد اسماعيل كنبهر د كووېډ نه پس د ??اح??لياتي بدلون په اړه وائي چې د كووېډ نه وړاندې د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې كارګو ټرېډ او ټرانسپورټېشن ډېر زيات و، د دې نه علاوه د سمندر د لارې ټرانسپورټېشن هم كېدو. ده ووئيل ??ې د بحري جهازونو د لارې تجارت روان و. د كووې?? له امله د كليوالو سيمو څخه ??ار??نو ته ټرانسپورټ بند شوے و، د دې آغېز خو په روزګار وشو خو بل خوا دا ??اح??لياتو لپاره ګټور ثابت شو. ??ار??نه او هوټلونه بند شول او خزله تر څه حده كمه شوه. پروفېسر كنبهر ووئيل ??ې د كراچې ساحل ته به لكونه ټن وېسټ مېټريل تللو او چې كله ??ار??نه بند شول نو د سالډ او لېكوډ مېټريل مقدار هم كم شو. په ??اح??ل د كووېډ 19 د مثبت اثراتو په اړه ده ووئيل ??ې د كووېډ په سبب د سمندر د لارې د يو هېواد نه بل هېواد ته چلېدونكې ټرافيك بند شو او دې سره زمكې او اوبو لږه دمه وكړه او په دې كښې بهتري راغله. ده ووئيل ??ې د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د ايئر كارګو بندېدو په سبب داسې مارغان بېرته په نظر راغلل كوم چې د يوې اوږدې مودې څخه په نظر نه وو راغلي. په دې صورتحال كښې ??اح??لياتو لپاره يو مستحكم ??اح??ل جوړ شوے او د ??اح??لياتو په اړه د اېس ډي جيز دوه درې مقاصد هم ترلاسه شول. كه مونږ د ??اح??لياتي الودګې د سبب جوړېدونكو لاملونو جاج واخلو نو يو لوي سبب په صنعتونو كښې د اېندهن په توګه كارول كېدونكې د زرګونو ټن په حساب سره كوئله، په ګاډو كښې اضافه، په دې كښې كارول كېدونكې اېندهن او برېښنا پېدا كولو لپاره د كوئلې او تېلو بې ځايه استعمال دے. د دې مسئلې حل لپاره به مونږ ته په انفرادي او اجتماعي طوګه خپل سوچ بدلول وي او دې سوچ سره مونږ د خپل ښكلي هېواد خاوره بچ كولې شو.
د قومي اسمبلۍ غړې نفيسه عنايت الله خټك د ??اح??لياتي الودګۍ په اړه وائي چې د كورونا په سبب په ??اح??لياتو مثبت آغېز شوے خو دې سره سره څه نقصان هم شوے. خلق ماسك استعمالولو سره دا په صحيح توګه ځائ ته نه رسوي، ځائ په ځائ ماسكونه پراته دي چې ورسره د كورونا خپرېدو خطر دے. زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې د ماسك كارولو نه پس دا ځائ ته ورسوو، په كوڅو، هوټلونو او د ګڼې ګوڼې په ځايونو كښې د ماسك غورځولو په ځائ بايد دا ځائ ته ورسول شي.
وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د ??اح??ل دوست فضا ودې او ??اح??لياتي الودګي كمولو لپاره د ??ار??نو د پاكولو او د اربونو ونو كرلو عزم لري. د وزيراعظم لخوا ??اح??لياتي الودګي كمولو لپاره د شين او ښېرازه پاكستان تحريك هم پېل كړے شوے. د دې تحريك په اقداماتو كښې د ??ار??نو او كليوالو سيمو پاكولو، د پاكو اوبو، د رنځونو نه تحفظ او اسانيو لپاره د ادارو په مستحكم كولو ټينګار شوے دے. په دې لړ كښې اوسني حكومت ګڼ شمېر پروګرامونه پېل كړي دي چې پكښې تر ټولو وړاندې اولس ته خبرتيا وركول، په ټول هېواد كښې ونې نال كول او د ??اح??لياتي الودګۍ ختمولو پروژې شاملې دي چې ورسره به تر څه حده د ??اح??لياتي الودګې په كمولو او د خلقو په خبرتيا كښې مرسته وشي. دا خبره د ستائنې وړ ده چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اوسني حكومت د كورونا په ??اح??ل كښې هم ??اح??ل دوست اقدامات او په خاص توګه د بلين ټري پروژه په بشپړه توګه روانه ساتلې ده او په ټولنه د دې مثبت آغېز څرګند دے او د دې اعتراف نړيوالې ادارې هم كوي.
د كورونا په نتيجه كښې په رامېنځ ته شوې سخته فضا كښې كه دا ??اح??لياتو د څانګې په غور جاج واخستل شي نو دا نه يوازې مثبت اثراتو ته د ودې وركولو بلكې منفي آثرات د موثره اقداماتو د لارې د لرې كولو تقاضا لري او په دې لړ كښې نه يوازې د حكومت بلكې د ټولنې د ټولو خلقو انفرادي او اجتماعي ذمه واري جوړېږي چې مونږ راتلونكو نسلونو ته يو صفا او د الودګۍ نه پاك ??اح??ل وركړے شو.