اسلام آباد۔26اکتوبر (اے پي پي) سېنېټ فرانس كښې د رائے د اظهار آزادۍ په نامه اسلام او په مسلمانانو د بريدونو او د اسلامو فوبيا نوټس اخستو سره د نبي کريمۖ د ګستاخانه خاکو د بيا اشاعت په سختو ټكو غندنه كولو سره په نړيوالې ورورولۍ زور رواړے چې ھغوي د دې ډول پېښو لاره نيولو لپاره اقدامات وكړي دغسې چې د شريك سباٶن امن او د مذهبونو ترمېنځه همغږي باوري كړې شي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سنيټر ډاکټر شهزاد وسيم ووېيل فرانس كښې د ګستاخانه خاکو او د مسلمانانو په ضد د نفرتي اقداماتو څخه د ??رد?? نړۍ د مسلمانانو جذبات مجروح شوي، اسلامي نړۍ د غم او غصې په حالت كښې ده ٬ وزيراعظم هم وئيلي دي اسلامو فوبيا څخه د ??رد?? نړۍ امن خطر سره مخ دے ا?? شريك سوله ايز امن خطر سره مخ كېدے شي، دا ايوان هم دا جذبات لري۔ ده ووئيل په دې لړ كښې قراردادا وړاندې كول غواړم۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په دې لړ كښې دې اول د رولز معطل كولو تحريك وړاندې كړے شي ، د کشمير پحقله ??م قرارداد راتلونكے دے٬ غړي په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كول غواړي، دا د ټولو شريكه مسئله ده ۔ دغسې سنيټر ډاکټر شهزاد وسيم اول د رولز معطل كولو تحريك وړاندې كړو كوم چې منظور كړے شو ۔ د دې نه پس ده د خپلو او نورو غړو لخوا شريك قرارداد وړاندې كړو چې پكښ?? د ??اكستان سېنېټ په اسلام او مسلمانانو د رائے د اظهار ازادۍ په نامه د شوو بريدونو او د اسلامو فوبيا په زياتو شوو پېښو د تشويش څرګندونه وكړه۔ قرارداد كښې ووئيل شول د پاكستان سېنېټ د دې پېښو او د نبي کريمۖ په ناموس د بريدونو په سختو ټكو غندنه كوي او داسې غندنې وړ اقداماتو په خاص توګه كله چې حكومتونه دا ارتكاب كوي زيات د خطر وړ او د بېلا بېلو مذهبونو پېروكارو تر مينځه نفرت ته د هوا وركولو عكاسي ده ۔ قرارداد كښې د دې عزم څرګندونه وشوه چې نبي کريمۖ سره زمونږ تړون د هر څيز نه پرته دے ا?? زمونږ د عقيدې برخه ده او يو مسلمان هم دا ډول بريدونه نشي برداشت كولے۔ قراداد كښ?? د ??اکستان اولس او د اسلامي نړۍ ترجماني كولو سره ووئيل شول نه يوازې پاكستان بلكې ټوله اسلامي نړۍ په دې ډول پیښو سخت تشويش لري او سخت غبرګون لري ځكه چ?? د ??سلمانانو جذبات مجروح شوي۔ په قرارداد كښې په ګرده نړۍ كښې د بېلا بېلو هېوادونو په پارلمانونو او په نړيوالې ورورولۍ زور رواړلے شوے چې ھغوي د دې ډول پېښو لاره نيولو لپاره فريم او تګلاره وضع كړي دغسې چې د شريك سوله ايز سباٶن او مذهبي همغږي باوري كړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن په قرارداد د ايوان رائے ترلاسه كړې او دغسې سېنېټ په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه ۔ چيئرمېن دا هم امر وكړو چ?? د ??رارداد كاپي اړوند سفير ته ولېږئ