اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي ??ي) صدر ډاکټر عارف علوي د پاکستان او نائيجيريا ترمينځه د تجارت ، معيشت او دفاع په څانګو كښې د مرستي زياتولو په حاجت زور رواړلو سره ووئيل پاکستان نائيجيريا سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ پاكستان ?? دواړو هيوادونو ترمينځه شريكو مفاداتو لپاره ?? دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو خوِى لرى ۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر ډاکټر عارف علوي د نائيجيريا موده ترسره كوٶنكي هائي كمشنر ميجر جنرال (ر) اشيميو اولانيعي سره د مخه ښې ملاقات كښې كړې۔ صدر په دي مهال ووئيل ?? دواړو هيوادونو ترمينځه ?? دوه اړخيزه اړيكو بهترۍ لپاره د لوړې كچې د رابطو ودې ته اړتيا ده ۔ صدر عارف علوي د نائيجيريا سفير د هند په غير قانوني تسلط جمو و كشمير كښې د هندي امنيتي ځواكونو لخوا د شوو ظلمونو نه خبر كړو۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د جمو و كشمير شخړې سوله ايز هوارى او هند كښې د مسلم اقليت تحفظ لپاره خپل كردار ولوبوي، صدر د پاکستان او نائيجيريا ترمىينځه ?? دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره د موده ترسره كوٶنكي هائي كمشنر د هلو ځلو ستائنه وكړه