اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير خبردارے وركړے چې د ??ور??نا په اړه راتلونكې لس ورځې ډېرې مهمې دي، اولس دې په بازارونو او د څاروو په منډيانو كښې د خريدارې او د اختر ورځې په مهال د ??ور??نا نه بچ كېدو لپاره ا??تياطي تدابير خپل كړي. د زيارت په ورځ په ټويټر خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د اېن سي او سي په غونډه كښې په دې خبره ټينګار شوے چې راتلونكې 10 ورځې ډېرې مهمې دي. ??سد عمر خلقو ته ووئيل په بازارونو او د څاروو په منډيانو كښې د خريدارې او د اختر ورځې په مهال د ??ور??نا نه بچ كېدو لپاره ا??تياطي تدابير خپل كړې. ده ووئيل كه مونږ په دې ورځو كښې احتياط ونه كړو نو د ??ور??نا كېسونو د كمي رجحان يو ځل بيا په بل صورت بدلېدے شي. په يو بل ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل ده په كوئټه كښې د اېن سي او سي غونډه كړې چې كوربتوب ئې د بلوچستان وزيراعلٰي جام كمال خان كړے. ده په بلوچستان كښې د مثبت تناسب د بهترې اعتراف وكړو او د وزيراعلٰي د مشرې ئې ستائنه هم وكړه