اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ??ند ته د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي ټاكل كېدو لپاره كه واك اوور وركړے شوې وي نو په تېر وخت كښې به چا وركړے وي، قومي پرېكړې په جذباتو نه قومي ګټې په نظر كښې ساتلو سره كولې شي، ??ند مخكښې هم اووه ځله د سلامتي كونسل غېر مستقل غړے پاتے شوے، هغه كشمير كاز ته زيان نه شي رسولے، م??نږ ته معلومه ده چې د ??ند د عزائم مخه څنګه نيولې شي، په لداخ كښې د چين او ??ند شخړه خ??نړې شوې، د كورونا نه پس ??ند په مالي توګه ديواليه شوے، ??ند كوم فلېګ آپرېشن كولې شي خو ??ند ته وئيل غواړم چې كه د پاكستان په پلو مو سترګې پورته كړې نو بشپړ غبرګون لپاره تيار يو. د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ سناتور مشاهد حسېن سيد لخوا د پورته كړې شويو نكاتو ځواب وركولو سره خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې د بشكيك څخه به ګېر شوي پاكستانيان نن راورسولې شي. كوم پاكستانيان چې راځي، هغوي قرنطينه كولې شي. په ترجيحي بنيادونو اوس خواري ك?? راوستل كېږي. وزيراعظم په دې لړ كښې احكامات جاري ك??ي دي. خارجه وزير ووئيل چې مشاهد حسېن سيد يوه نكته پورته كړې، د هغې وضاحت لپاره راغلے يم. ده ووئيل چې ??ند ته د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي ټاكل كېدو لپاره كه واك اوور وركړے شوې وي نو په تېر وخت كښې به چا وركړے وي